راپور : طالبان اوس خورا وژونکي بمونه جوړوی
د امریکا « سی بی اس نیوز » په خپل تازه راپور کی وایی چی طالبان اوس د دې توان لری چی پر نوې تکنالوژي برابر او داسی خطرناک بمونه جوړ کړي او پر زرهپوشونو یې وچاودوی چی قدرت یې زیات او د نیم کیلو متره واټن څخه د موبایل تلیفون د بټن په وهلو سره هغه چاودوی . راپور زیاتوی چی دا نوي ډول ماینونه چی هغوی یې پخپله جوړوی ، ډیر اصلاح سوي او ارزانه دي . کامران نومي ورته وویل چی دا ډول یومجهز بم په صرف ۱۰۰ ډالرو تمامیږی خو په هغه سره د یو ملیون ډالرو زرهپوش او د څو ملیونو ډالرو بیمه خارجی پوځیان له منځه وړي .
غزل »