غزل

رفيع الله مندوخېل | فبروري 4th, 2010


دردونه تنهــــــــايي به هر وخت وينې په سفرکې
همـــدغه لېــــــوني کړي ځينې،ځينې په سفرکې
په څوکـودچړو به څوک ويده شي مجبـــــوري ده
نه کټ شتـــه ،نه بالښت اونه قالينې په سفرکې

نه لار شتــــــه نه منزل شته نه هغه سيوری دزلفو
دا څـــــــومره شوم يوازې ستا د مينې په سفرکې
دردونه تنهـــــــــــــــايي اوستايادونه مې ملګري
همدغــه زندګي او ژوندشېرينې پـــــــــه سفرکې

يوڅوک راته دعاکړي هر لمانځۀکې اې جاوېده
يو څوک راته تړون کوي د مړينې پــــــــــه سفرکې

لېږونکئ: رفيع الله مندوخېل
rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024