کور / تازه خبرونه / کندز: د بمباريو پر قربانيانو مرستي ووېشل سوې

کندز: د بمباريو پر قربانيانو مرستي ووېشل سوې

د کندز پي، آر، ټي يا د ولايتي بيا رغوني ټيم چي د جرمنيانو له خوا اداره کېږي، پر څه باندي ١٣٠ هغو کورنيو باندي يې مرستي ووېشلې چي د تېر کال د سپټمبر په مياشت کي يې نيژدې غړي د امريکايانو په بمبارۍ کي ووژل سول.
د کندز د پي، آر، ټي وياند جې کاسټر وايي په دې مرستو کي پر توسانو او کمبلو سربېره غوړي، اوړه، وريجي او ځيني نور د اړتيا وړ خوراکي مواد شامل وو.
د کندز د چادررې ولسوالي په بمباريو کي چي د جرمني پوځيانو په غوښتنه امريکايانو وکړې، له امله يې ١٤٠ تنه ملکي کسان ووژل سول.
هغه مهال جرمنيانو، افغان حکومت او امريکايانو ويل وژل سوي کسان طالبان ول، خو وروسته معلومه سوه چي ټول قربانيان يې ملکي کسان ول.