کور / تازه خبرونه / وسله والو دوه ښوونکي وتښتول

وسله والو دوه ښوونکي وتښتول

د فارياب امنيتي چارواکي وايي په دغه ولايت کي دوه ښوونکي د وسله والو له خوا تښتول سوي دي.
د فارياب امنيه قومندان محمدافضل امامزاده د بنجشنبې په ورځ وويل دوى په دولت آباد ولسوالي کي د يوه لومړني ښوونځي استادان ول چي د چارشنبې په ورځ تښتول سوي دي.
نوموړي د ښوونکو د تښتوني مسئوليت د طالبانو کار وباله، خو د طالبانو رسمي ويندويان قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد هر وخت دغسي خبرونه ردوي.
طالب ويندويان وايي د دوى وسله وال نه استادانو په تښتوونو او نه هم د ښوونځيو په سوځولو کي لاس لري، بلکي دا کارونه د دوى د بدنامۍ په خاطر د نورو ډلو له خوا کېږي.