کور / تازه خبرونه / د پكتيكا قومي او ولسي مشران د سولي د خبرو ملاتړ كوي

د پكتيكا قومي او ولسي مشران د سولي د خبرو ملاتړ كوي

په پكتيكا ولايت كي د 12 ولسواليو قومي او ولسي مشرانو د لندن د نړيوالي غونډي د پريكړو هر كلى وكړ چي په كي په افغانستان كي د سولي د خبرو ملاتړ سوى و.

دغه غونډه په جنوب ختيځو ولايتونو كي د قومونو د اړيكو د سيميز دفتر له خوا جوړه سوې وه، د دغه دفتر مشر محمد علي ځدران وايي چي د قومونو او ولسونو دغو لسګونو مشرانو درې ماده يز پرېكړه ليك تصويب كړى.

ښاغلى ځدران وايي لومړى داچي په دغه ليك كي ويل سوي، د سولي په خبرو كي بايد قومونه او ولسونه داخل سي.
دويم بايد د سولي او پخلايني د پلان لپاره عملي كار وسي او چټكي هڅي وسي.
او وروستۍ خبره داچي هغه پوځي عمليات دي ودرول سي چي د سولي خبري زيانمنوي.

په همدې ورځ په خوست كي هم ورته غونډه سوې او د سولي د خبرو ملاتړ سوى.