د سالنګ د برف کوچ څخه د مړو شمیر ۱۶۵ ته ورسېد
فرانس پریس آژانس د کابل د چارواکو له قوله خبر ورکوی چی د سالنګ په غاښي کی د پروني برف کوچ او توپان له امله د مړو تعداد ۱۶۵ ته ورسېد او ښایی تر دې هم اضافه سی . خبر وایی چی د ۱۴ کسانو جسدونه آن ۳۷ ساعته تر واوره لاندی وو . د زخمیانو شمیر ۱۳۵ ته رسیږی او ۱۵۰۰ کسانو ته نجات ورکړه سوی دی . خبر زیاتوی چی ستونزه دا ده چی په سلګونو مسافرین د سالنګ د غاښي په دواړو خواوو کی بند پاته دي . خبر وایی چی د ایو ناورین دی ځکه د هېواد په جنوب کی ناټو او په شمال کی هم طبیعت افغانانو ته په خښم سوی دی .