افغانستان د اتلولۍ جام خپل کړ

34 | فبروري 13th, 2010


د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي نن په عرب آماراتو کي آيرلنډ ته په دوهم ځل ماتي ورکولو سره د روان ټورنمنټ لومړى مقام خپل کړ.
د نن ورځي سيالي په يوه ورځ د افغان لوبډلي دوهمه لوبه ده چي ترسره کوي يې.
د آيرلنډ لوبغاړو افغانستان ته د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډي هدف وټاکئ چي افغانستان د دوو لوبغاړو په سوځېدو په اتلسم آور کي ټاکل سوئ هدف پوره کړ او د اتلولۍ جام يې خپل کړ.
د څارونکو په وينا په وروستۍ لوبه کي افغان بېټسمينانو هم خپله وړتيا نړۍ ته وښوده، ځکه په ٢٠ آوريزو لوبو کي د ١٤٣ منډو جوړول چي لا بيا هم تقريباً دوه آوره يا ١٢ باله پاته وي ډېر آسانه کار نه دئ.
افغان لوبډلي تر آيرلنډ دمخه عرب اماراتو ته هم ماته ورکړې وه چي له امله يې د نړۍ والو ٢٠ آوريزو لوبو جوګه سو.
افغانستان په دې ټورنمنټ کي له ټولو شپږو لوبو څخه يوه پرون هالنډ ته بايللې او نوري يې له آيرلنډ، سکاټلنډ امريکا، عرب اماراتو او يو ځل بيا له آيرلنډ څخه ګټلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024