نیویارک ټایمز : ملا برادر نیول سوی دی
رویټر د نیویارک ټایمز په حواله خبر ورکوی چی د طالبانو د تحریک مرستیال « ملا عبدالغنی برادر » مشهور په ملا برادر یوه هفته مخکی د پاکستان په کراچی کی د ( آی ایس آی ) او ( سی آی اې ) په ګډ زیار سره نیول سوی دی خو نیویارک ټایمز د دې نیونی خبر د سپینی ماڼۍ د غوښتنی پر اساس نه خپراوه ځکه هغوی غوښته چی په دې توګه د تحریک د مشر ملا محمد عمر او نورو غټانو نیولو ته لاره خلاصه کړی . خو اوس چی هر څوک خبر سوي ، نو نیویارک ټایمز هم نور نو دا خبر خپور کړ . مګر طالبانو تر اوسه خپل عکس العمل نه دی ښودلی . ملا برادر د تحریک د لومړۍ ورځی څخه تر ننه د هغوی ممتاز او مشهور قوماندان پاته سوی دی .
خو که احیانأ دا خبر رښتیا هم وی ، نو څنګه چی دا تحریک پر اشخاصو نه بلکی پر افرادو او مفکره باندی درومی نو د لویو تبلیغاتو سره سره به لوی منفی تأثیر و نه ښندی .