کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نېلسن منډېلا، د نژاد پالنې ضد مبارزې وياړ

نېلسن منډېلا، د نژاد پالنې ضد مبارزې وياړ

شل كال وړاندې د ۱۹۹۰ كال فبرورۍ په ۱۱مه په سويلي افريقا كې د اپارټاېټ ضد تر ټولو نامتو او مبارز مشر، نېلسن منډېلا د رابين جزيرې له زندانه پس له ۲۷ كلونو بند خوشې شو.
وړمه ورځ د فبرورۍ په ۱۱ مه تور پوستكي سويلي افريقايانو او د اپارټاېټ ضد نور خلك د سرك په اوږدو كې د نېلسن منډېلا ليدو لپاره كتار شوي وو. نېلسن منډېلا په ۱۹۶۴ كال كې د خيانت په تور په عمر بند محكوم شو.
نېلسن منډېلا په سويلي افريقا كې د هغه كسانو اتل دى چې د نژاد پالونكي حكومت پر وړاندې يې مبارزه كوله. نېلسن منډېلا وروسته له هغې چې له بنده خوشې شو، د هېواد سپين پوستكي ولسمشر اېف. ډبليو. دو كلارك سره يې په ګډه د تبعيضي قوانينو له منځه وړلو لپاره هلې ځلې پيل كړې. له همدې كبله له زندانه تر خوشې كېدو درې كاله وروسته، هغه او دو كلارك په ګډه د نوبل سولې جاېزه ترلاسه كړه.
نېلسن منډېلا د The African National Congress يا د افريقا ملي كانګرېس )اې اېن سي( چې په ۱۹۶۱ كال كې ناقانونه اعلان شوى و، خو يو ځل بيا قانوني شو، مشري په ۱۹۹۱ كال كې ترلاسه كړه او د ۱۹۹۴ كال ولسمشريزې ټاكنې يې په غوڅ اكثريت سره وګټلې او د جنوبي افريقا لومړنى تورپوستكى ولسمشر شو.
وړمه ورځ نېلسن منډېلا په خپلې پرانيستونكې وينا كې وويل: “دا ورځ د ټولو هغه اتلانو ده چې په دې هېواد كې او د نړۍ په نورو برخو كې يې د بېلابېلو لارو قرباني وركړى او خپل ژوند يې له لاسه وركړ، تر څو موږ آزاده ووسو.”
كله چې په ۱۹۶۴ كال كې ديرش كلن نېلسن منډېلا ته هېواد سره د خېانت په تور د عمر بند جزا وركړل شوه، هغه د اپارټاېټ پر وړاندې د مبارزې ژوندى سمبول ګڼل كېدو.
مخكې تر دې چې نېلسن منډېلا زنداني شي، هغه په خپل وروستۍ وينا كې له خپل آرمانه وويل: “ما د سپين پوستكو د حاكميت پر وړاندې جګړه كړې، او ما د تور پوستكو د حاكميت پر وړاندې جګړه كړې. ما له داسې ټولنې سره مينه كړې چې د دموكراتيكي او آزادې ټولنې بيلګه وي، چيرته چې ټول په وياړ سره ژوند وكړي او له برابرو فرصتونو څخه برخمن وي. دا هغه څه دي چې زه غواړم ژوندې ووسم ترڅو په حقيقت د هغه بدلېدل ووينم. او كه چيرته اړتيا وي، دا هغه ارمان دى چې زه چمتو يم له خپل ژونده تير شم.”
منډېلا د خپلې كورنۍ لومړنى كس وو چې ښوونځي ته لاړ او هلته يوه ښوونكي د نېلسن نوم پرې كېښود. د منډېلا خپل نوم روليحلاهلا منډېلا دى. هغه وروسته كالج ته هم ولاړ او د پوهنتون د قوانينو نه مراعت كولو له امله له پوهنځي وويستل شو، خو هغه خپلې د حقوق زده كړې په جوهانسبرك كې پاى ته ورسولې.
نېلسن منډېلا او د هغه اې اېن سي تر هغه چې په ۱۹۶۱ كال كې اې اېن سي ناقانونه شوه، سوله ييزه مبارزه كوله، خو تر هغه وروسته دا ډله دې پايلې ته ورسېده چې سوله ييزه مبازره ګټه نه لري، نو په وسله والې مبارزې يې پيل وكړ.
هغه په محكمې كې وويل: “دا ټول وروسته له هغې وشول چې نور هر څه ناكامه شول، د اعتراض هره سوله ييزه لار پر موږ بنده شوه، نو موږ پرېكړه وكړه چې د وسله والې سياسي مبارزې له لارې پرمخ ولاړ شو، …. حكومت موږ ته بله لار نه وه پرېښودلې.”
منډېلا مخكې تر دې چې له بنده خوشى شي، د يوه آزادي غوښتونكي جنكيالي څخه په يوه سياستوال بدل شو، چې تر اوسه هم سره له دې چې په ۲۰۰۴ له ولسي ژوند څخه ګوښه شو، بيا هم پرخپل ځاى دى. هغه د ډموكراسۍ، د بشر حقونو، سولې لپاره تبليغ كاوه او د اېډز پر وړاندې يې مبارزه كوله. ويل كېږي چې په جنوبي افريقا كې ۳۳ سلنه ميرمنې د اېچ اې وي ويروس لرونكي دي.
منډېلا يوازې د اپارټاېټ ضد مبارزې له امله نه پېژندل كېږي، بلكې هغه د ملي پخلاينې لپاره ډيرې هلې ځلې هم كړي دي. منډېلا كابو په هرې وينا كې له تورپوستكو جنوبي افريقايانو څخه غوښتي چې د هېواد له ركبي ملي لوبډلې څخه ملاتړ وكړي- هغه څه چې تورپوستكي يې د ظالمانو )سپين پوستكو( لوبه ګڼي.
نېلسن منډېلا همدا راز په ۱۹۹۴ كال كې د ټي ار سي ) Truth and Reconciliation Commission( يا د حقيقت او پخلاينې كمېسيون جوړ كړ چې د هېواد اكثريت تور پوستكي او اقليت سپين پوستكي سره يو كړي. نېلسن منډېلا به خپل پخواني دښمنانو سره ليدنې كولې او د هغوى كورنو ته به تللو. نېلسن منډېلا همدا راز د هنډريك وېروېرډ د كونډې )ميرمنې( ليدو ته هم لاړ څوك چې په سويلي افريقا كې د نژاد پالنې يا اپارټاېټ پلار بلل كېږي.
همدا راز د هغه تر ټولو پخواني ملګري، د اپرټاېټ پر وړاندې د غورځنګ زړه ور اتلان، اوس هم د هغه ليدلو ته راځي. ښاغلى بيزوس چې د منډېلا سره په ۱۹۴۰ لسيزې كې د حقوقو پوهنځي ته تلو اوس هم د منډېلا لېدلو ته هرو مرو راځي.
سره له دې چې اوس هم په جنوبي افريقا كې تورپوستكى اكثريت بې وزله او نالوستي دي او سپين پوستكي اقليت بډايه او لوستي، خو بيا هم دغه هېواد لا تر اوسه سره يو دى، چې ښايي اصلي دليل يې د نېلسن منډېلا شتون وي. مونډلي مكانا، د سنډې ټاېمز مسوول مدير وايي: “دا د نېلسن منډېلا مفكوره ده چې د سرشو په څېر يې جنوبي افريقا سره يوځاى كړې.” مونډلي زياتوي: “څومره چې هغه سپين ږيرې كېږي هومره نحيف كېږي. څومره چې نږدې هومره اجتناب ناپذير، موږ ټول له هغې شېبې څخه )چې هغه نه وي( ويرېږو. د دې سړي لپاره مينه شته. خو دا پوښتنه هم پر ځاى ده چې: څوك به موږ يوځاى وساتي؟”