کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دپښتو ژبي لیکنه او ستونزي «۲»

دپښتو ژبي لیکنه او ستونزي «۲»

څرنګه چي مخکنۍ لیکني وښودل ، چې پښتو د خپل ژبي د لیکلو لپاره پرخپل ژبي سکښتې « الپ او بې » نه لري؛ دغه اوسنی لیک د عربي ژبي په « الپ اوبې » سره سر ته رسي . نو له دې کبله موږ پخپله ژبه کي د ږغونو کمی اوستونزي لرو . د بېلګي په توګه : « آ » دغه الپ چې پر سر ئي یوه علامه ده؛ په عربي ژبه کي په خاص ږغ سره ویل کېږي . څرنګه چې موږ د خپل ځینو ګړو لپاره بل ږغ توری نه لرو نو مجبور یو، چې دخپل ګړو لپاره دغه عربي توری په کار واچوو . لکه د : ( آغېزه، آس، آزموینه، آزمایښت او نور ) . که څه هم دغه الپ په عربي ژبي کي ئي خوځښت بل ډول دی؛ بله چاره نسته ؛یابې په ساده الپ « ا » لیکو .— بله ستونزه د پښتو ژبي چې هغه دږغپوهني (Phonology) له پلوه نه بلکي د ګړپوهني (Etymology) له خوا څخه ده . ځیني اړوند توري یا ټوټکي په لیکنه کي یو ډول یابل ډول په وېګړه کې لیکل کېږي .

د پښتو ژبي دغه توري چې وېګړي یا جملې په سميږي، پخپله نېغه مانا نه لري . دغه توري ؛ خود جملې په سمون کي لوي رول لري . دغه توري لومړی د ژبښودیاني ګرامر(Grammar) له مخه ګورو .
تړونکي ( قید ) یا (Adverb) :- تړونکي هغه ګړې دي، چې یوه ګړه یا ستاینه یا یو بل مفهوم په دغه ګړو پوري لکه : ( مهال، ځائ، څرنګواله ) وتړي او د وېګړې د غړو څخه شمېرل کېږي . لکه دمهال تړونکي :
( نن، سبا، پرون، اونیز، کله، اوس، سمدلاسه ،یوګړی، ،ترمخه،او دغسي نور) . ځایز تړونکي : ( پورته، کښته،بهر، دننه، هلته، دلته،منځ،شاته، مخ ته او نور). دڅرنګوالي تړونکې : ( نږدې وو، ښائي، ناپامه،بېخي،د امکان په توګه اونور). په پښتو ژبه کي تړونکي بېخي ډېر دي . اړوندتوري (حرف ربط) یا (Konjunktion) :- اړوندتوري هغه توري دي، چې دوې وېګړې(جملې) یادوي ګړي (کلمې) سره وتړې یا د یو بل سره پیوند کړي . په دو ډولو دي : یوون (مفرد)، مرکب .
یوون اړوند توري لکه : ( او، یا، که، نه، ځکه، څه، تر، چې، اونور ) . مرکب اړوند توري : ( څرنګه چې، ځکه چې، څنګه چې، کله چې او نور ) .ټوټکي (حرف اضافی ) یا (Preposition) :- ټوټکی توری دی، چې نسبت د دو ګړو تر منځ وښیي . لکه : (تا «ته » وایم. ستا « سره » به ولاړسم . ټوټکي لکه : (ته،سره، به، په، پر، تر،له څخه او نور ). مرکب ټوټکي لکه : ( لپاره، له مخه، بېله، له څخه، د څخه، اونور ) . په پښتو ژبه کي ډېر ټوټکي سته؛ خو دلته یو څو د بېلګي په توګه وښوول سوه . ځیني په لیکنه کي د « په » او « پر » توپير سم نه کوي . « په » ټوټکی دی، چې یو شی په دننه کي پروت وي ښیي . لکه : ( قلم د میز په جعبه کښې پروت دی ) . یا ( کالي په المارۍ کي ایښي دي ) . بل ساری :
( په قلم کي رنګ سته)؟ ( ته چیري اوسېږي؟ ځواب : (زه «په» کندهار کي اوسېږم ) . « په » د مهال سره : ( دی کله راغلی وو؟ دی د شنبې په ماښا راغلی وو ) . ( دوي په کال کي یو وار سره ګوري ) .

( په کال ۲۰۱۰ کي که خدای (ج) کول، زموږ په هېواد کي به سوله راسي ) . « پر » د مهال سره : ( پر کال راسه، چې خبري سره وکړو ) . ( ده پر دریمه ورځ د خپل دپلوم رخصت واخست ) . دمحمدسرور وکيلي ژبښود ۷۶ یم او ۷۷ یم مخونه . ( پر دغه ورځ مو خوا بده کړه — او په دغه ورځ مو خوا بده کړه ) . دا دواړې وېګړي له یوبل سره په مانا کي توپير لري . رحمان بابا واي : تل ړومبی دوروستي پل دی پر تېریږي کړی نه دی چا په پل باندي قرار— حمیدبابا: خط پرمخ دصنم راغی+ که سپوږمې سوه په هاله کي دای غاښ په خوله کي زېب کا+که ژاله سوه په لاله کي « پر » او« په » د ټوټکو سره : د ساري په توګه : « په » د « کي » سره ا و « په » د « به » سره . بېلګي : ( په کال کي دوه ځلي ګرځندوئي کول ښه دی ) . ( په کار کي بېړه ښه نه وي ) . ( په اونۍ کي یو وار ځان منځل سنت کار دی ) . ( زه او ته به په ووړي کي ننګرهار ته ولاړ سو ) . د « پر » سره « کي » : د « پر » سره « کي » نه راځي . دښاغلي معصوم هوتک صاحب لیکنه : ( له « پر » سره « کي » په هیڅ صورت نسي راتلای ) . ( ته به پر سړک راته ودرېږې )! ( ته به پر کال له خیر سره خپل دییپلوم واخلې )؟ « ته » نومځی (ضمیر) مخاطب مفرد دی . ( ته راسه )! « ته » ټوټکی هم دی . لکه : ( ته دېوال ته ولاړ يې ) . یو ډول لیکل کېږي او یو ډول ویل کېږي؛ خو یوازي په وېګړه کي ئي توپير ښکاري . ټوټکي او اړ وند توري باید په وېګړه کي پر خپل ځائ او سم په کار یوو وړه سي، که نه نو د لیکني ارزښت را ټيټيږي . د نثر په ليکنه کي ګړي او ټوټکي پوره او سم باید ولیکل سي؛ خو په شعر کي شاعر ازاد دی؛د دې لپاره چې د شعر قافیه، ردیف، بحر او نظم ئي سم کړي؛ کېدای سي، چې ګرامري او نحوي لیاره وانخلي . دغه بیا دا مانانه لري،که هر شی چې په شعر کي راغلی وي هغسي د ي په نثر کي هم کار ځني واخستل سې؛ دا ځکه شعر خپل ځائ لري او نثر خپل ځائ .
« ته » ضمیر او « په » په شعر کې : حمیدبابا : د زخم چې زوئ درومي آرام مومي ته په تله د دې دنیا کړې واویلا — « چې » او
« په » په شعر کي : حمیدبابا:
ژر به لاس له ناامیدئ پر تشي کېږدې
چې په اهل د دنیا تړي څوک ملا « په » حمید بابا :
ځان به مړ د عشق په ځپل کړمه ناصحه
وابه نه وړم زه حمید هسي پښتون یم څرنګه چې پورته یادونه وسوه شاعران په ویلو کي د کلام ازاد دي د ګړو لنډېزونه پکار وړي او ستایونکی تر ستایني ترمخ کوي . دا دوی اختیار دی . لکه حمید بابا چې په لاندي شعرونو کي وائي : دلته ستایونکی له ستاینې نه مخ کي دی . —
که مي زړه شګاف شګاف شو باک ئي نشته
شانه توره د زلفینو په شبخون یم دتورو لنډیز : —
خدای د خط د یار له مخه لري لري
اسلام باندي بر مشه لاس د کفر —- لومړی « لري » کړنه ده، چې د
« لرل »څخه راځي او دویم « لري » مانا « ليري » او د ليري لنډیزدی؛ واټن ښیې . په نورو ژبو کي هم دغه ټوټکي (Preposition) ډېري ماناوي لري ؛ خصوصا په انګلسي ژبه کي . د بېلګي په توګه (on)یو ټوټکی دی، چې سوچه مانا ئي په پښتو کي « په » او « پر » دي . لکه :
(on the desk . ) پر مېزدکار . خو که ووایو : (په پاي کي .) داسي وائي : (in the end .) — بیا، په شپه کي (at night .) وائي . دا بېلګي دلته وویل سوې، چې وليدل سي چي په نورو ژوبو کي هم دغه ستونزه ده، چې په هرځائ کي دیو ټوټکي څخه کار نه اخلي . نو پښتو ژبه هم استثنا نه ده .
ما د ښاغلي اسدالله غضنفر صاحب د ۸ . ۲ . ۲۰۱۰ مقاله ئي چې د اړوندتور ی (او) په باره کي لیکلې وه ولوسته ډېره مي خوښه شوه . پورته یادونه وسوه، چې شاعران پخپل شعر ویلو کي او د کلمي د ټاکلو په هکله ازاد دي . زما په اند دحاذقو او اوچت خیالو رمز پوهو شاعرانو د شعر په کلام کي موازي توب خوښ دی تر سلسله کولو دکلام . موازي په دې مانا چې خپلي خبري په شعر کي داسي وه وائي : ( دغم دخوشالۍ د ناورین) په یوه وزن ئي ښيي . دلته د مضاف یاني « د » څخه کار اخلي . اوکي مسلسل ووائي! نوداسي وائي : ( د هجر او وصال او بېلتون ) دلته ئي هر یو جلا پرله پسې یاد کړی دي . دلته د حرف ربط یاني «او » څخه کار اخستی . (او) اړوند توری دی، چې نومان یا دوې وېګړي یا ستایني سره تړي لکه : ( احمد او محمود او اکبر سره ولاړه ) ښه به داوي، چې د(او) پر ځائ کږکې (کامه) (،) راولو. لکه : ( احمد، محمود او اکبر سره ولاړه ) . (او) په دو جملو کي : ( دوي په کور کي وه او هغه دباندي ولاړه وه، چې زه راغلم ) . – د (او) د اړوند توري ډېره ښه تشریح ښاغلي غضنفر صاحب پخپله نومول سوي مقاله کي کړئ ده . اړتیانسته دلته ونوري تشریح ته . نور بیا!
اخستونکځي :
۱ :- دمعصوم هوتک لیکنه : (په« تاند» کي پر ژبه باندي توند بحث )
۲۵ . ۱ . ۲۰۱۰
۲:-داسدالله غضنفر لیکنه : ( رحمان بابا فرمايي ) ۸ . ۲ . ۲۰۱۰
۳ :- د حمید ماشوخیل کتاب « درو مرجان »
۴ : د محمد سرور وکیلي د پښتو ژبښود ( پښتو ګرامر )