کور / شعر / غزل

غزل

وادي نه خيست سوال زما
نه ؤ دغه خيال زما
وخت او بخت په دواړو نن
كړى استحصال زما
سور مې ښار په وينو كړ
دغه ؤ كمال زما
ورانه نۀ شي چېرته بيا
دا دنيا د خيال زما
دا لوګى لوګى كوټه
وايي درته حال زما
ناببره ونړېد
كور زما دېوال زما
بخته! پر تندي د وخت
چاليكلى فال زما
پاكې به اسمان نه كړي
اوښكې په دسمال زما


تاثير.h.taseer@gmail.com