کور / شعر / غزل

غزل

را باندې ژوند په څومره كرب او مصيبت كې شو تېر  
عمر خو ټول هسي، د سر په حفاظت كې شو تېر
خداى مې پيدا نه كړ، په لاره كې راګېر كړم ښكليو
سفر د خيال هم، د بُتانو په صحبت كې شو تېر
په خاورو دوړو مې سېرين وجود سپېرۀ سپېرۀ شو
په څومره زور طوفان د هجر په وحشت كې شو تېر
دا د سرونو سوداګر په سباؤن څه خبر
په دې سپېرۀ كلي خو وخت په بغاوت كې شو تېر
په صبر صبر د قسمت په اسپه سپور پاته شوم
را باندي بل ستومانه كال په مصلحت كې شو تېر



تاثير.h.taseer@gmail.com