د ناټو څلور پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 1st, 2010


اسوشیټید پریس په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن دوشنبه د افغانستان په بېلابیلو سیمو کی د جلا جلا پیښو په ترڅ کی د ناټو څلور پوځیان له منځه ولاړل . لومړنی یې د کندهار د ترنک پر پُل د انتحاری حملې له امله ووژل سو ، دوه نور بهرني پوځیان په لویدیځ افغانستان کی د طالبانو د هاوان او راکټونو حملو ووژل او څلورم یې په جنوب کی طالبانو مخامخ وویشت او ویې واژه . خبر د دې څلورو پوځیانو هویت او د پیښو دقیق ځایونه ذکر نکړل خو په اغلب ګومان هغوی ښایی امریکایان وی . په دې سره په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو ټوله تلفات ۱۶۷۱ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024