په كندهار كي 7 پاكستاني كار كوونكي وژل سوي

56 | مارچ 4th, 2010


په كندهار ولايت كي وايي چي اووه پاكستاني وګړي، چي د سړك جوړولو په يوې كمپنۍ كې يى كار كوى، د ناپيژندل شوو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

د كندهار د امينى قومندانۍ مرستيال محمد شاه فاروقي ويلي، چي د سيټا په نوم د سړك جوړولو د كمپنۍ دا كار كوونكي نن سهار د پنجوايي په دوه لاره كي تر حملې لاندي راغلل او پنځه تنه يې د پيښي په ځاى كي مړه سول.

خو په كندهار كې د ميرويس د روغتون ډاكترانو ويلي، چي دوى ته اووه مړي او يو ټپي د پيښې له ځايه ور وړل سوي دي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت بيا ويلي، چي په دې پېښه كي څلور پاكستانيان او يو افغان وژل شوي او ددې پيښې په اړه يى پراخې څيړني پيل كړي.
تراوسه پورې هيڅ يوې ډلې ددې حملې مسؤليت ندې منلې.

Copyright Larawbar 2007-2024