خوست امنيتي كمپنۍ: درې وسلوال طالبان مو وژلي

56 | مارچ 4th, 2010


په خوست كي د سړك جووړوني د شخصي امنيتي كمپنۍ چارواكي وايي چي پرون د دوى كسانو 3 وسلوال طالبان وژلي دي.

د شركت مشر هاشم ګربز ازادۍ راډيو ته ويلي چي دغه كسان هغه وخت ووژل سوه چي د ښار او يعقوبيو ولسوالۍ پرلاره يې د دوى پر كسانو چاودنه او حمله وكړه.

نوموړى وايي چي دوى ته ځاني زيان نه دى اوښتى.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ادعا كړې چي د شركت درې كسان يې وژلي.
سيميز چارواكي پيښه مني خو نور معلومات يې نه دي وركړي.

Copyright Larawbar 2007-2024