په فراه كي كرنيزي مځكي اوبو وړي دي

56 | مارچ 4th, 2010


د فراه ولايت چارواكي وايي چي، په دغه ولايت كي وروستيو بارانونو ډېرو كرنيزو ځمكو ته زيانونه اړولي دي.

ددغه ولايت د والي مرستيال محمد يونس رسولي ازادۍ راډيو ته ويلي چي، په بيلابيلو سيمو كي نژدې 500 هيكتاره كرنيزه ځمكه اوبو له منځه وړې ده.

د فراه د بيلابيلو سيمو اوسېدونكو ويلي چي د كروندو تر څنګ يې څاروي هم له منځه تللي دي، دوى د لازمو مرستو غوښتنه كړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024