په كوټه كي د شال پښتو ادبي بهير يوه بله غونډه وسوه
حبيب تاثير - کوټه
نن پنجشبه چي د مارچ د مياشتي له څلورمي نېټې سره سمون خوري په كوټه كي د شال پښتو ادبي بهير پرله پسې څلورمه غونډه وسوه، په دې غونډه كي چي بهرام حنيفي د قرآن كريم په مقدسو اياتونو سره پرانيسته او د ښاغلي خليل منور په مشرۍ كي وسوه چي د نظامت چاري يې ډاكټر سايل ترسره كولې په دوو برخو وېشل سوې وه، په لومړۍ برخه كي د حبيب الرحمن تاثير په نظميه غزل (التجاء) باندي كره كتنه وسوه او ملګرو ډېري په زړه پوري خبري او كره كتنه وكړه او په دويمه برخه كي پښتو ازاده مشاعره وسوه.
په دې غونډه كي چي په لسګونو شاعرانو او ليكوالانو ګډون كړى و، د غونډي په پاى كي د دې غونډي مشر ښاغلي خليل منور په خپلو خبرو كي وويل چي: كره كتنه زموږ په ځوان كهول كي نوى رنګ راوړ ي او مصبته لاره ورښيي او بايد تخليق كار د كره كتني لپاره غاړه كښېږدي او د نقادانو نقد په ورين تندي واوري.
حبيب الرحمن تاثير د ټولو ملګرو مننه وكړه او وې ويل چي: په كره كتنه كي سړي ته داسي شيان په لاس ورځي چي په خپله ليكوال او شاعر ته په شعر او يا ليكنه كي نه وي معلوم خو نقد كوونكي يې ورته وښيي.
په پاى كي دا وويل سول چي په راتلونكي غونډه كي به محمد صادق ژړك په غاړو باندي ليكچر وركوي او ملګري په د غاړو په حواله باندي پوښتني هم كوي، دا رنګه دا غونډه له څو ګنټو جريان څخه وروسته پاى ته ورسېده