د سوات قامي جرګې د کارنده کميټۍ غونډه
د سوات قامې جرګې د کارنده کميټۍ غونډه په نيټه دريم مارچ ٢٠١٠ د مختار خان يوسفزي په مشرۍ کښې په کانټيننټل هوټل منګوره ښار کښې تر سره شوه. په غونډه کښې مختار خان يوسفزي،خورشيد کاکاجي،شيرشاه خان،ضيا الدين يوسفزي،خواجه خان،حاجي زاهد خان،عمرعلي يوسفزي،عدالت خان او نورو مشرانو ګډون درلود.جرګې د د حکومت نه دا غوښتنه وکړه چې د سوات د اولس سره شوې وعدې دې ژر تر ژره عملې کړى شي اوټول يوټيليټي بیلونه دې معاف کړى شي.
جرګې په سوات کښې د فوځي رټ ختمولو او سوليئن رټ قائمولو غوښتنه وکړه او په حکومتي چيکپوسټونو د اولس د بې ځايه تنګولو غندنه يې وکړه.او زياته يې کړه چې د سوات د اوسيدنکو د ملي اناناتو او عزت خيال دې وساتلې شي.
د جرګې مشر مختار خان يوسفزي زېاته کړه چې په ترهګرو دې ژر تر ژره مقد مې وچلول شي.او سخت نه سخت سزاګانې دې ورکړل شي.په سوات کښې د نړول شوؤ تعليمي ادارو د بيا ودانۍ کار دې په لږ نه لږ وخت کښې سر ته ورسولې شې او د نورو نقصانونو دې ازاله وکړى شي.