م. موهن سنګ: افغانستان په هيڅ صورت نه پرېږدو
د هندوستان لومړى وزير من موهن سنګ وايي په افغانستان کي پر هنديانو کېدونکي برېدونه به يې دې ته اړ نکړي چي له افغانستان څخه پښې سپکي کړي.
من موهن سنګ د کابل د دوو اونيو په ها خوا برېدونو ته په اشارې سره وويل سره له دې چي په افغانستان کي د ده هيوادوال د حملو موخه ګرځېدلې خو په افغانستان کي به د سړکونو، بندونو په جوړولو او د برېښنا د توليد پروژو ته دوام ورکړي او له افغانستان څخه به خپل کارپوهان او کارکوونکي ور ونه غواړي.
هندوستان په کابل کي د اندراګاندي روغتون فعاليت هغه مهال وځنډاوه چي نيژدې دوې اونۍ دمخه د طالبانو په حملو کي نهه اتباع ووژل سول.
هندوستان وايي په نهو مړيو کي درې ډاکټران او دوه پوځي مامورين هم شامل وو.