سعودي ته په لومړي ځل ښځينه سفيره مقرره سوه

34 | مارچ 13th, 2010


د ګرجستان هيواد سعودي عربستان ته د خپل هيواد له خوا يوه ښځينه سفيره مقرره کړې ده.
دا تر اسلامي خلافت وروسته د سعودي په ٨٠ کلن شاهي حکومت کي لومړى ځل دئ چي کوم هيواد يوه ښځينه سفيره ورته مقرروي.
د راپورونو له مخي د سعودي د بهرنيو چارو وزير د ګرجستان د نوماندي سفيري ايکاټرين ميسر سره په خپل دفتر کي کتلي او د هغې اسناد يې پاچا عبدالله بن عبدالمک ته وړاندي کړي دي.
تر دې دمخه ايکاټرين ميسر په کويټ کي د ګرجستان سفيره وه، چي د راپورونو له مخي په تيرو څو کلونو کي يې د خليج هيوادونو په ډېرو هيوادونو کي د ډيپلوماتي په توګه دنده اجرا کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024