نغمه شمه !

36 | مارچ 14th, 2010


ووايه زه ساز او که نغمه شمه
څنګه دې جانانه مېلمنه شمه

جوړ په تصور کې ځان پاچا کړمه
څو شېبې رنګينه شان دنيا کړمه
لاړه شم خو بېرته راستنه شمه
څنګه دې جانانه مېلمنه شمه

دا زما خزان لمبه لمبه ځواني
دا په کړاوونو اموخته ځواني
پرېمېږده قسمته چې دمه شمه
څنګه دې جانانه مېلمنه شمه

تا کړمه غزل که دې سندره کړم
ګل دې د اوربل که خال په زنه کړم
يا که سپلني غوندې لمبه شمه
څنګه دې جانانه مېلمنه شمه

وايي پښتونزۍ چې پښتنه يمه
ټينګه همېشه په دې وعده يمه
ستا د سر پټکی او که شمله شمه
څنګه دې جانانه مېلمنه شمه

»

Copyright Larawbar 2007-2024