پېښور : د کور دننه چاودنه وشوه
پيښور كښې بم چاودنه وشوه اوله امله يې درې تنه ووژل شول د پيښور په پندو سيمه كښې په يوه كور كښې د ننه بم چاودنه وشوه پوليسو وئيلي دي چي دغه نه ځانمرګى بريد وو نه وژل شوي كسان ځانمرګي بريد ګروو د كور څيښتن د وينا ترمخه د كلي څخه يو ميلمه د ده په كور كښې استوګن وو چى تير سهار ناڅاپه چاودنه وشوه په چاودنه كښې د ميلمه په شمول درې تنه ووژل شول دپيښې دځاۍ څخه يو بل لاسي بم هم تر لاسه شويدى د پيښور دپوليسو مشر شخصي ټلويزون ته وويل چي دغه ځانمرګى بريد نه وو اونه وژل شوي كسان بريد ګر وو پوليس پدغه لړ كښې پلټني كوي چي اّيا بم د بهر څخه دغه كورته غورځول شويدى اوكه د ننه چاودديدونكي مواد موجود وو د وژل شوو كسانو په هكله وئيل كيمي چى په چاودنه كښې وژل شوو كسانو په سى ډى سينټرو كښې كيدونكوچاودنو كښې لاس درلود.