کور / تازه خبرونه / خوست كې دسفما سيمه ييزې ټاکنې ترسره شوې

خوست كې دسفما سيمه ييزې ټاکنې ترسره شوې

تېره ورځ دسلواغې په نهمه دسفما(دسويلي اسيادخپلواكو رسنيوټولنه) دجنوب ختيځ زون لپاره  درئيس ،مرستيالانواومنشي دټاكنې په موخه سيمه ييزې ټاكنې په ازدانه ډول ترسره شوي .
پدې ټاكنوكې رئيس اومنشي دخوست له ولايت څخه ،يومرستيال له پكتيااوبل مرستيال له پكتيكاولايت څخه درايوله مخې وټاكل شول .
په ټاكنوكې له خوست څخه فيض الله غمخوردرئيس اوشانزلي محبت دمنشي په توګه ،له پكيتاڅخه غفور روان اوله پكتيكاڅخه محمدياسين دمرستيالانوپه توګه وټاكل شول .
دسويلي اسيادخپلواكو رسنيوټولنې ، دټاكنې پدې غونډه كې ۱۳۰ تنوژورنالستانوګډون كړى وۀ ،چې له خوست څخه ددې ولايت دسيمه ييزتلويزيون كاركوونكي فيض الله غمخوراودسولې پيغام نادولتي راډيودنشراتومسؤل نجيب الله الوخېل دسفمادسيمه ييزرياست لپاره ځانونه نومولي ووچې غمخور۷۷ او الوخېل ۵۲ رايې ترلاسه كړې ،پدې ډول غمخوردرئيس په توګه وټاكل شو .
همدرازله خوست څخه دمنشيتوب چوكۍ لپاره شانزلي محبت اومحمدشاه فضل يارځانونه نومولي ووچې محبت ۸۲ اوفضل يار۴۸ رايې ترلاسه كړې ،پدې ډول محبت دمنشيتوب چوكۍ وګټله .
ددغوټاكنودڅارنې په پلاوى ،دخوست ولايت دمقام ،ددې ولايت داطلاعاتواوكولتورياست اوديونماله استازيوڅخه جوړشوى ؤ اودټاكنودتنظيمولولپاره هم څلوركسيزكمېسيون جوړشوى ؤ.
كه څه هم په ټاكنوكې نابرياليونوماندودټاكنوپرناكره توب نيوكې كولې خوپه كابل كې دسفمادمركزي دفترله لوري خوست ددغوټاكنودڅارنې لپاره راليږل شوي استازي هدايت الله فهيم خبريالانوته ووې چې ټاكنې په ډېرعادلانه ډول ترسره شوې .
دسفماسيمه ييزې ټاكنې تردې دمخه په مزارشريف ،هرات او کندهارولايتونوکې ترسره شوي دي .