کور / خبرتیا او پيغامونه / دخواشينۍ او غمشريکۍ پيغام

دخواشينۍ او غمشريکۍ پيغام

دا دغم له پاسه غم دۍ !


سويډن … مالمو


دهيواد يو پياوړۍ او غيرتي صاحب منصب  له موږ نه دآبد لپاره جلاشو!



ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې  اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې  ادارې دخواخوږۍ  پيغام


له يوې خوا دپرديو په بم اوريو اوراکټونوکي بيگناه افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه دمهاجرت په ستونزمن ژوند کښې هم   داسي کسان  جلا کوې چي افغان ولس اوفرهنگی  ټولنې ئي په بيلتون  خواريږي او زورېږي  .


په ډير خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي زموږ دهيواد ژبغړاندۍ، پر وطن اوافغان  ولس مين روڼ اندی  سرکښ ليکوال ،ژباړونکی او په برتانيا کې داوسيدونکوافغانانودکلتوری ټولنې مرستيال، دافغانستان دپوځ پخوانى افسر اودپوځی علوموماسټر محمد سليم تايب دورپيښې شوې ناروغى له امله دروان کال د جنورى په ۲۶ نيټه د۵۲ کلونوپه عمر ئې  له پاني نړۍ سره دابد لپاره مخه ښه وکړه .


اناالله وانااليه راجعون 


ديوه ليکوال اوروڼ اندېښه دغم کمبله لا ټوله شوې نه وی چي دبل د وير لپاره په بل ځاي کښي دافغاني فرهنگ اوسياست  مينه وال او له هيواد نه ليري افغان مهاجر په سرو اوښکودناورين اوغم  پر لمڅۍ بيا سره راټوليږي .


ارواښاد محمد سليم  تايب  يو له هغو پوځې افسرانو څخه ؤ چي تر هر څه ورته خپله پاکه خاوره گرانه وه او په دې لار کښي يې دخپل توان او پوهې په اندازه نه هېريدونکی خدمتونه سرته رسولي  دي .  


مرحوم سليم  تايب سربيره پر دې  چې يو غښتلۍ مسلکی  افسر اودنيکو اخلاقو څښتن  انسان و د ليکوالی سره مينه ئې هم درلوده ډير په زړه پوري علمي اوسياسي مطالب ئي دعلم اوسياست مينه  والو ته ډالی کړیدي.


هغه نه يوازي دجگړي په ډگر کي دگران افغانستان دځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالی څخه په نره دفاع کړېده بلکي دقلم په ژبه يې هم په افغاني ميړانه دافغان ولس کورنيو اوبهرنيو دښمنانوټولې تورې اوکرغېړنې   دسيسې د افغانانو او نړيوالو دخبرتيا لپاره بربنډي کړی دي .


مرحوم سليم تايب يوه له هغو کسانو څخه وچې دمهاجرت په ستونځمنو او له کړاونو ډکو شرايطو کي ئې په خاص صداقت اومېړانې  سره  دهيواد دنجات اوله دغه دپرديولخوا تپل شووستونزوڅخه دخلاصون لپاره په افغانستان کې دټولو وطنپرستانو ديولاس کېدو ږغ پورته کاوه اوپدي لار کې ئي نه ستړي کېدونکی تلاښونه کړېدي . هغه  هيڅ وخت خپل هيواد اوهيواد وال  نه دي هيرکړې ،دهيواد دسياسي او پوځي حالاتو په اړوند يي تل مطالعه کول او دنړيوالو نشراتو څخه په گټه اخيستلوسره يي دافغان ولس اوخاوري ددښمنانو په مقابل کي بي  امانه قلم وچلاوه . نه ستړۍ  او نه هم دزمان دواکدارانواوسياسي سوداگروڅخه وډار شو .


مرحوم تايب صاحب دهيوادد پياوړي  فرهنگی اوسياسی څيري  په توگه هغه څوک ؤ چي هميشه يې ددي غمځپلي او کړيدلي ولس د ټولنيزو ښيرازيو، اجتماعي عدالت ،پرمختللي مدني ټولني دجوړيدو، په هيواد کښي د سولي اودموکراسۍدراتگ او ټينگښت   په خاطر وړ خدمتونه اوتلاښونه سرته رسولي دي .


ارواښادتايب صاحب دهيواد ديوه غښتلي او پياوړي فرهنگي اوسياسی خدمتگار په توگه دژوند په ورستيو کلو کښي خپله ملي اوافغاني دنده په ميړانه او افغاني شهامت تر سره کړېده . دغه لوړعلمي  شخصيت  دخپلي ژبي اوافغاني کلتوردپياوړتيا په لار کښي دخپل توان او طاقت  له مخي داسي  گامونه اوچت کړي دي .


موږ پدي ټينگ باور لروچي ددغه فرهنگي اوسياسی شخصيت  د ملي ،سياسی او فرهنگې چوپړ يادبه


دهميش لپاره  دافغانانوپه زړونوکښي  ديوې نه هيريدونکی خاطرې  په توگه پاته وي .


په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي دارواښادسليم تايب صاحب مړينه دهيوادوالو لپاره لويه اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي ، اوځانونه د ارواښاد دکورنۍ  د ټولوغړودهغه دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو او په لندن کښي دافغانانو دکلتوري ټولني مشرتابه جرگې سره پدغه ستر غم کې شريک بولو .


دلوي څښتن له دربارنه دهغه مرحوم  دکورنۍ  ټولوغړوته دصبر او حوصلې غوښتنه کوو .


دټولنې دمشرتابه جرگې  په استازيتوب اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې مسؤل
حبيب الله غمخور