کور / راپور / په جرمني کې د خان عبدالغفار خان « باچا خا ن» شلم تلین

په جرمني کې د خان عبدالغفار خان « باچا خا ن» شلم تلین

مقدماتي غونډه


  راپور او پړېکړې



نېټه: ٢٠٠٨ کال، د جنوري شلمه
ځای: جرمنی، د بن ښار، د افغانیک دفتر
پيل: د مازدیگر څلورنیمې بجې
پای: د شپې اته نيمې بجې


گډون کوونکي: پېښوری شینواری، هدایت الله بنگش، مبارز څاپی، احمد شاه باوری، محمد زرين انځور، ډاکتر محمد صابر، عبدالمحمد مموزی، خالد صابر، پوهندوی احسان الله، ډاکتر ماخان شینواری، ډاکتر محمد یحیی وردک، مطیع الله روفی، همايون روفی، سباستیان هاینه، نسیم صابر
 
غونډې درې لاندې  برخې درلودې:
لومړی برخه:
ښه راغلاست، پیژندگلوی او دوعا
بیا له پیښور څخه د ښاغلی شاه جان کاکاخیل او له کابل څخه د پژواک خبري آژانس او شمشاد ټلويزیون بریښنالیکونه ولوستل شول. 


دوهمه برخه:


د باچا خان سره د حاضرو گډون کوونکو د ژوند  خاطرې او نظرونه د حاضرينو له ډلی څخه نه تنو په خپله د باچا خان سره لیدلی او خبرې کړی وی، چې زیاترو يي خپلې خاطرې دلته وویلې.


دلته موږ یو څو خاطرې وړاندی کوو: 


مبارز څاپی: که به چېرته باچا خان میلمه وو او ډیر شیان به پاخه شوی وو، دا کار ده ښه نه بوله. او ویل به ېي:


هغه څه چې له خوراکه اضافه پاتی کېږی او لرې غورځول کېږی حرام دي. کوم کار چې تاسو يې کوی، نه په شریعت کې روا دی او نه هم په اقتصاد کې. نو هوغمره شی پاخه کړی، چې وخوړل شی او پاتی نه شی او لرې ونه غورځول شی. 


یحیی وردک: د غفار خان د شخصيت لویوالی او ارزښت هم په دې کې دی، چې دی زموږ د خلکو بنسټیزو ستونزو لکه تشدد، بدل، بی تعلیمي، افراط، بی ځایه سیالي او په خپل دین ناخبري ته ځیر او د هغو سره یې عملي مبارزه کوله. څرنگه چې په موږ کې لا اوسمهال هم دغه شیان له منځه نه دی تللی، نو له همدې کبله د باچا خان لارښودنې او ژوند نه یوازی تاریخي ارزښت لري، بلکې زموږ د نن ورځې د ستونځو د حل غوره لارې هم دي. 


زرین انځور: دی به د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ښوونځی په ښوونځی او ټولگی په ټولگی گرځیده او په ډیره مینه سره یی د ماشومانو سره د هغوی په ژبه خبرې کولی.  ده د هغه په جنازه کې هم گډون کړی دی. هغه وويل :


باچا خان د پرنسیپونو شخصیت و. دی د خپل  ژوند تر پای پوری په خپلو پرنسیپونو ولاړ پاتی شو. د پښتنو د آزادی او یووالی تر څنگه ده په پښتنو کې د اجتماعي او کلتوري اصلاحاتو لپاره زښته زیات کار کړی دی. د ده فکر دا وو چې پښتانه مکتب ته ولېږي تر څو تعلیم وکړی او په خپله ژبه ېي وکړي. ده لومړی خپل بچیان مکتب ته واستول.  


ماخان شینواری: یوه ورځ ځوانانو د باچا خان څخه وپوښتل، چې موږ ته څه کول پکار دي او څرنگه له تاسو سره مرسته کولای شو. ده ورته وویل، چې بچیانو تاسو خپل کور جوړ کړۍ. 


پېښوری شینواری: باچا خان نه یوازی د عدم تشدد بلکې د عدم تعصب لاروی او لارښود هم وه. دی د سیاسي چوکات نه ډیر لوړ شخصیت وه. ده ډیر لوی انساني احساس درلود. 


پوهندوی احسان الله: غفار خان  نه یوازی په افغانستان کې پښتنو، بلکې ټولو نورو قومونو ته هم ورغلی دی. دی په کالیو کې ساده پوش، په خبرو کې طبيعی وه او تل به یی یو شی هغه هم ساده شی خوړل.


یحیی وردک: ما د کلونو راهېسی چې د افغانانو سره د باچا خان په هلکه خبرې کړې، له ډیرو څخه مې دا آوریدلی دی، چې ولی باچا خان په افغانستان کې د روسانو د جگړې پر ضد نه وو. ما په زړه کې دغه خبره نه شوه منلی او زما ځواب دا وه، چې راشئ په دی اړوند څېړنه وکړو، اسناد او شواهد وپلټو او یوازی د خلکو په خبرو اتکا کول، ځینې وخت سړی په غلطه لار بیایی. د باچا خان د شلم تلين د تیاری لپاره مې د هند څخه د مهاتما گاندی د لمسې او د الینایز (آمریکا) د پوهنتون پروفېسور راجموهان گاندی کتاب ولوست، چې دلته ېی په افغانستان کې د کمونیزم او روسانو په هکله د باچا خان نظر د ده له خپلې خولې لیکل شوی دی. د ١٩٨٢ کال د مارچ په شپږمه نیټه د هند صدراعظمه مېرمن اندرا گاندی باچا خان ته  د ښې روغتیا هېلې د کابل په عسکري روغتون کې د خپل سفير دیکسیت له لاری رالېږی.


لومړی باچا خان ورڅخه مننه کوی او د دغه سفیر له لارې لاندی پیغام اندرا گاندی ته لېږی:


» زه ستا په خبرو، چې روسیه ترهغې له دغه هېواد څخه وتلی نه شی، تر څو پورې چې په افغانستان کې یو ثابت نظام جوړ شوی نه وی، ډیر خپه شوم.


ما تا ته په څرگنډه توگه تشریح کړل، چې ټول افغانان د کمونستانو پر ضد دي. ما تا ته هم ویلی دی، چې په افغانستان کې هېڅ وخت کمونیزم حاکم کیدلای نه شی. که جگړه دوام وکړی، د افغانستان خلک به له منځه ولاړ شي. ته د نهرو لور ېی او هم دی د گاندی جی او دهغو د غونډې ځېنې گډون کوونکي د ملگرو سره ژوند کړی دی، ته ماته هم د لور په شان ېی. په افغانستان کې ماشومان، ښځې او سړي مري. ته په خپل زړه کې هېڅ رحم نلری؟ … ته دیر څه کولای شی. ما له تا څخه وغوښتل، چې د بریژنف سره زما په کتنه کې مرسته وکړه. ما کارمل ته هم دغه غوښتنه وړاندی کړه، خو هغه بښنه وغوښتله. ته باید په دې اړوند یو څه وکړی. «


زه باید بریژنف ته ووایم:
»په افغانانو باندی رحم وکړه. که ده زما خبره وانوریدله، نو بیا به په نورو لاروچارو باندې فکر وکړم، تر څو د خپلو خلکو – هم افغانانو او هم پښتنو- مشکلات حل کړم«.


په کابل کې د هندوستان سفیر ښاغلی دیکسیت ته غفار خان وایی:


» افغانان، پښتانه به هېڅکله کمونیزم یا روسیه ونه مني. دوی به مړه کېږي. څوک چې کولای شي، وطن به پرېږدي. کمونستان نه یوازی خلک، بلکه ونې هم په افغانستان کې له منځه وړي. انقلاب په یو ظلم باندی اوښتی دی.«


Rajmohan Gandhi (2004). Ghaffar Khan: non-violent Badshah of the Pakhtuns. Viking, New Delhi. ٢٥٥ او ٢٥٦ پانه


ډاکتر محمد صابر: ده په ډیره ساده ژبه، چې ټول خلک به پرې پوهېده، خبرې کولې. د ده په دغو ساده خبرو کې به لوی ارزښت او لویه فلسفه پرته وه. 


هدایت الله بنگش: ده تشدد د کور، بچیانو او ولس تباهي گڼله او ځکه د عدم تشدد طرفدار وو. او عدم تشدد يي د آزادی د لاس ته راوړلو غوره لار او هم په خپل ولس کې له دی لاره څخه د شخړلو د فيصله کولو ښه طریقه بلله. څرنگه چې هغه وخت په هندوستان کې د مسلمانانو تر څنگ هندوانو، مسیحیانو او سکهانو هم ژوند کاوه، ده د نورو ادیانو سره مخالفت نه کاوه، بلکه په دې نظر وو، چې د ټولو ادیانو پیروان یو د بل سره په سوله کې ژوند وکړي. 


دریمه برخه:
عملي وړانديزونه، پړیکړې


١. د باچا خان او په اسلام کې د عدم تشدد په هکله یو لوی افغاني سمینار  (د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ژمنه) 


٢. دغه سمینار ته به د باچا خان په هکله په بهرنیو ژبو لیکل شوي لس کتابونه په پښتو ژباړل کېږي او خپرېږي به.


  (د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ژمنه)


په تیره بیا دغه دری لومړي کتابونه:


Abdul Ghaffar Khan; faith is a battle (1967)
Dinanath Gopal Tendulkar, Bombay, Published for Gandhi Peace Foundation by Popular Prakashan
Eknath Easwaran (1999). Non-violent soldier of Islam: 
Ghaffar Khan: a man to match his mountains. Nilgiri Press, Tomales, CA. ISBN 1-888314-00-1
Rajmohan Gandhi (2004). Ghaffar Khan: non-violent Badshah of the Pakhtuns. Viking, New Delhi. ISBN 0-670-05765-7
Islam’s Peaceful Warrior: Abdul Ghaffar Khan. by Jean Akhtar Cerrina
Mukulika Banerjee (2000). Pathan Unarmed: Opposition & Memory in the North West Frontier. 
School of American Research Press. ISBN 0-933452-68-3
Khan Abdul Ghaffar Khan: A True Servant of Humanity by Girdhari Lal Puri pp 188-190.
Pilgrimage for Peace: Gandhi and Frontier Gandhi Among N.W.F. Pathans, 
Pyarelal, Ahmedabad, Navajivan Publishing House, 1950.
Khan Abdul Ghaffar Khan: A Centennial Tribute by Nehru Memorial Museum and Library and Abdul Ghaffar Khan (1995)
Khudai khidmatgar and national movement: Momentous speeches of Badshah Khan by Abdul Ghaffar Khan 1992
J.N. Dixit, An Afghan Diary: Zahir Shah to Taliban (New Delhi: Konark Publishers, 2000)



٣. د باچا خان خپل ژوند لیک (زما ژوند، زما جدو جهد) د کتاب بیا چاپول، که دغه کتاب اوسمهال نه پیدا کېږی . که دا کتاب په انګليسي پوره نه وي ژباړل شوی بايد له موضوع سره مينه وال کسان او سازمانونه يې وژباړي او خپور يې کړي . 


٤. په انگلیسی ژبه کې د باچا خان خپل ژوند لیک (My Life and Struggle) دی یو ځل بیا چاپ شی .


٥. په انگلیسی ژبه کې د باچا خان خپل ژوند لیک (My Life and Struggle) دی آلماني ژبې ته ترجمه او چاپ شی (افغانیک به زیار باسی، تر څو د ژباړې او چاپ امکانات برابر کړی) . 


٦. د باچا خان او په اسلام کې د عدم تشدد په هکله په آلماني او انگلیسي ژبو یو سمینار (د آلمانانو لپاره). د سمینار د جوړولو  لپاره یو کمیسون وټاکل شو. غړې یې دا دي: ډاکتر عبدالروف خپلواک، هدايت الله بنگش، ډاکتر یحیی وردک


٧.  ٢٠٠٨ کال د باچا خان کال په نامه اعلانیږی. د هېواد په دننه او بهر کې د ټولو رسنيو او کلتوري کړیو څخه هیله کوو، چې سږ کال د باچا خان د ژوند او کارنامو او په اسلام کې د عدم تشدد په اړوند بیلابیلې خپرونې او څه ناڅه يوه خاصه خپرونه جوړه کړی. 


٨. د بیلابیلو خپرونو او غونډو د خبرولو او ښه همغاړې کولو لپاره په نظر کې ده، چې په انترنیټ کې يوه ویبپاڼه پرانستل شی (د لر اوبر ویبسایت په مرسته). 


٩.  په لاندی برخو کې معلوماتي اود بحث غونډې جوړیږی (د افغانیک په عهده): 


د مهاتما گاندی او باچا خان نږدیوالی   – په اسلام کې تشدد او عدم تشدد
په افغانستان کې د باچا خان ژوند   – انجمن اصلاح افاغنه، پښتون مجله او خدايي خدمتگاران
پرافغانستان د شوروی یرغل او د باچا خان نظر    – باچا خان او نن ورځ
د ښځو په اړوند  د باچا خان نظر    – پاچا خان او خان عبدالصمد خان


١٠. په اروپا کې بېلابېلو افغاني کلتوري ټولنو ته وړانديز کېږي چې د روان کال په اوږدو کې د پاچا خان، عدم تشدد او د پښتنو د ازادي بښونکې مبارزې په اړه غونډې، سيمينارونه او کنفرانسونه جوړ کړي. دغه راز به د هېواد په داخل کې له کلتوري مرکزونو سره په دې اړه تفاهم کېږي او د پاچا خان د اثارو او افکارو په خپراوي کې به د ټولو د ونډې غوښتنه کېږي . 


١١. د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک) آرشیف کې به د باچا خان برخه جوړه او دلته به د ده په هکله معلوماتي مواد (کتابونه، ليکنې، د مجلو او اخبارونو کتنگ، عکسونه او فلمونه) راغونډ او د څېړنو او خپرولو لپاره به علاقمندانو ته وړاندی کوی. د هېواد والو څخه هېله کېږی، چې په دی کار کې له موږ سره شریک شی.
راپورلیکونکی: يحیی وردک  wardak@afghanic.org
د بن ښار ٢٠٠٨، جنوری،٢٨