کور / تازه خبرونه / خوست كې بېوزلوته ژمني توكي وركړل شول

خوست كې بېوزلوته ژمني توكي وركړل شول

دخوست ولايت دتڼيوپه ولسوالۍ کې په ١٥٠بيوزله کورنيوباندې د  جي  ټي زيټ  موسسې لخوا په ١٥٠ بيوزله کورنيوباندې يولړژمني توکي وويشل شول .
ديادې شوې موسېسې مسؤل وويل چې پدې توكيوكې  بخارۍ ، منقلونه ، ٤٠منه دسون لرګي ، کمپلې ، دماشومانوجمپرونه  اونورځيني توکي شامل وو.
نوموړي  وويل :موږهروخت هڅه کووچې همداسې مرستې ددې ولايت په نوروولسواليوکې هم په بيوزلوکورنيوباندې وويشو.
ديادې شوې سيمې ولسوال بديع الزمان صبري ديادې شوې ولسوالۍ داوسيدونيكوپه استازيتوب ديادې شوي موسسې له کارکونکواو مسؤلينوڅخه ددغه كار له امله مننه وكړه اوهيله يې وكړه چې په راتلوكي كې هم بيوزلوکورنيوته دژونداړين توکي وويشي .


څوورځې وړاندې هم دخوست ولايت ديعقوبيواوصبريوپه ولسوالې کې په ځينوکورنيوباندې ژمني اوخوارکي توکي ويشل شوي وو