کور / تازه خبرونه / دملي سرمايې عملياتوكې ۳ نوركسان هم نيول شوي

دملي سرمايې عملياتوكې ۳ نوركسان هم نيول شوي

دپكتياولايت دزرمت په ولسوالۍ دملي سرمايې په نامه په عملياتوكې وړمه ورځ درې تنه شكمن كسان نيول شوي .


دملي اردودتندرقول اردوقوماندان تورن جنرال اركان حرب عبدالخالق دتليفون په كرښه وويل چې دغه كسان يې وړمه ورځ نېږدې په دووبجوله يوشمېرچاوديدونكيواوددولت ضدتبليغاتي توكيوسره دپكتياولايت دزرمت په ولسوالۍ كې نيولي .


نوموړي ووې چې له يادوشويوكسانوسره دماين الوزونې توكي ،يوشمېركېسټونه چې ددولت ضد پيغامونه پكې ثبت شوي اوهمدارازيوشمېرتبليغاتي پاڼې چې ددولت ضدپيغامونه پكې ليكل شوي نيول شويدي .


دنوموړي دمالوماتوله مخې پدې يادوشويوعملياتوكې تردې مهاله دوولس تنه شكمن كسان نيول شوي اولس ميله بېلابېلې وسلې ترلاسه شوي دي .


نوموړي زياته كړه چې ددې عملياتوله پيله تردې مهاله دوى له كوم مقاومت سره ندي مخ شوي اوعمليات يې په پوره برياليتوب سره پرمخ روان دي .


دغه عمليات دمرغومي په  ۳۰ مه نېټه پيل شوي دي چې په څلورومرحلوكې به ترسره شي .


دنوموړي دپخوانيومالوماتوله مخې دغه عمليات به ترهغودوام ولري ترڅو په ياده شوې سيمه كې دخلكولپاره ډاډمن امنيت رامنځته شي .


همدارازددې عملياتووروستۍ مرحله په سيمه كې دبيارغاونې كارونودپيليدوپړاؤدى چې سړكونه ،كلنيكونه ،دښوونځيولپاره ودانۍ اونورشامل دي .