په کندهار کی یو امریکایی عسکر ووژل سو
د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) نن وویل چی یو امریکایی پوځی څلور ورځی مخکی په کندهار کی ماین الوزولی او وژلی و ، خو خبر یې نن خپور سو . دا چی هغه د کندهار په کومه سیمه کی وژل سوی و او څو نور پوځیان زخمیان سوی وو او دا اعلان ولی څلور ورځی وروسته وسو ، معلوم نه دی مګر هغه څه چی معلوم دی دا دی چی اوس امریکایان د مخکی غوندی جرأت نه لری چی په هماغه ورځ د خپلو تلفاتو اعلان وکړ ی ، یعنی مسلسلو تلفاتو اوس د هغوی دا جرأت ډیر کم کړی دی .