فراهي: افغان پوليسو تېر كال ۵۱۲ ترهګر نيولي دي

34 | مارچ 17th, 2010


شينوا خبر وركړى چې افغان پوليسو تېر كال څه د پاسه ۵۰۰ ترهګر نيولي او نژدې ۸۰۰ تروريستي بريدونه يې شنډ كړي دي، دا خبره دا خبره د كورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشر عبدالمنان فراهي رسنيو ته وكړه.
نوموړي وويل چې په نيول شويو ترهګرو كې ۱۰۵ يې بهرنيان دي چې په دوى كې زياتره يې پاكستانيان دي.
ده زياته كړه چې د امنيت د راوستلو لپاره بايد د جګړې د موسم تر مخه بايد عمليات پيل شي.
د پسرلي او دوبي موسمونه په افغانستان كې د جګړې په موسمونو پېژندل كيږي، طالبان په دې دواړو وختونو كې د ناټو او افغان ځواكونو پر وړاندې بريدونو ته نور هم زور وركوي.

Copyright Larawbar 2007-2024