په هلمند کی دوه برتانوي پوځیان ووژل سول
د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی پرون د هلمند د موسی کلا ولسوالي د شمال په شل کیلومترۍ کی دوه برتانوي پوځیان د طالبانو د ماین خوراک سول خو د زخمیانو یا معیوبو تعداد یې ذکر نه کړ . په دې سره د برتانوي پوځیانو تلفات ۲۷۵ ته ورسېدل .