افغانستان ټول جنګی جنایت کاران معاف کړل
رویټر د کابل څخه خبر ورکوی چی افغان حکومت د لومړي ځل لپاره رسمأ اعلان وکړ چی ټول جنګی جنایت کاران او جنګسالاران نور معاف دي . دا فیصله په ۲۰۰۷ کی د پارلمان لخوا سوې وه خو اوس یې قانونی او رسمی بڼه غوره کړه . خبر وایی چی دا مقرره ځکه حامد کرزي نه ده لاسلیک کړې چی د افغان اساسی قانون له مخی د پارلمان ۶۵٪ وکیلانو منظور کړې ده .
دا لومړی ځل دی چی حکومت جنایت کاران او جنګسالاران رسمأ معافوی . خبر وایی چی پخپله د حامد کرزي دوه مرستیالان په دې جمله کی راځی خو په دغه معافیت سره به پخواني جنایت کاران او جنګسالاران په نوې جامه کی د هېواد پر اقتصادی او اجتماعی ژوندانه باندی خپلی منګلی ټینګی کړی .
امریکا په دې هکله هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او داسی ښکاری چی د افغان عوامو په مقابل کی د هغوی د قاتلانو سره ولاړه ده .