دمطيع الله اباسين د مور د فاتحې خبرتيا او پيغامونه

د لراوبر اداره | مارچ 24th, 2010


په خواشينۍ سره مو خبر درلاسه كړ، چې د ځوان ليكوال او لرغونپوه مطيع الله اباسين مور بي بي د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېده.
مور يو نه پيدا كېدونكى نعمت وي؛ خو داسې ميندې چې د هېواد او كلتور پالونكي بچيان يې روزلي وي، د خپلو بچيانو په هلو ځلو كې يې نوم تل ژوندى وي او هر وخت يې د هسك په لور د لاسونو لپه كولو پر وخت هغې ته له خولې دوعاوې وځي.
خداى بښلې مور ته ټول شمال ميشتي فرهنګيان د جنت دوعاوې كوي.
همداراز د دغې سيمې د ادبي بهيرونو غړي او د خپرونو چلوونكي له ښاغلي اباسين سره د خداى بښلې مور بي بي د مړينې په وير كې ځان شريك بولي.
ارواښادې ته د جنت او ښاغليو اباسين، خالد او درنې كورنۍ ته يې د صبر غوښتنه كوي.

— —————————————————————————————–
پيغامونه :
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې د ليكوال اوژورنالست مطيع الله اباسين اوخالد نجيم مور بي بي په حق رسېدلې ده . انالله و انا اليه راجعون خداى بښلې بي بي ته فردوس جنت غواړو او درنې كورنۍ ته يې د جميل صبر اونعم البدل هيله كوو . د خداى بښلې جنازه پخپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته سپارل شوې او فاتحه يې د شنبې پر ورځ د وري په اوومه، ماسپښين له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو پورې په كابل كې اخستل كېږي . پته : خوشال خان مېنه ، پنځمې حوزې ته څېرمه كويټي جومات ۰۷۷۷۲۱۱۰۰۶-۰۷۰۰۳۹۰۰۸۰
شمال ميشتي فرهنګيان د اباسين په غم غمجن دي

Copyright Larawbar 2007-2024