افغان زده کوونکو په کيميا او بيالوژي کي دريم مقام وګاټه

د لراوبر اداره | جون 30th, 2010


د INESPO د المپيا د نړيوال چاپيريالي او ساينسي پروژو سيالۍ سږکال د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي تر سره سوې ، په دې سياليو کي د ۳۱ هيوادونو څخه ۳۰۰ زده کوونکو برخه اخستې وه . په دې سياليو کي د افغانستان د کندهار د شاحسين هوتک – افغان ترک ښوونځی څخه اووه زده کوونکو ذبيح الله عزيز ، عبدالوارث اغا ، نور الله اغا ، عبدالسميع ، راشد ظاهر ، احسان الله ، قدرت الله  او استاد يې  سليمان اِنان برخه اخستې وه .


افغان زده کوونکي راشد ظاهر د لراوبر سره د خبرو پر مهال د خپل سفر په اړه داسي وويل :


((پر ۲۸ می له کابله ترکيې ته راغلو ، هلته مو  زده کوونکو د می د مياشتي ۲۹ او ۳۰ د خپلي ښوونځی د تمويلوونکو ځينو تجارانو سره ليده کاته لرله .په کندهار کي د افغان ترک ښوونځی تميولوونکي د ترکيې د سکاريا ښار تجاران دي .
د راشد ظاهر وايي په ترکيه کي ددوی څخه د خپل مکتب ، درسونو او د افغانستان په اړه پوښتني کېدلې .
راشد ظاهر وايي افغان زده کوونکي پر ۳۱ د می دهالنډ پلازميني امستردام ته راورسيده او خپله کيسه داسي کوي :
د جون په لومړۍ نېټه د خپل استاد سره د فرانسې پلازمېنې پاريس ته ولاړو ، د جون دوهمه ورځ هلته وګرځيدو ، موږ په پاريس کي د ځينو ترکانو سره د ليدني کتني تر څنګ د پاريس د تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړه .
د جون پر دوهمه  د جرمني د کولن ښار د لنډي ليدني څخه وروسته د جون پر دريمه بيرته امستردام ته راستانه سوو.
 د جون پر څلورمه دامستردام ساينس پارک پوهنتون کي پر خپلو پروژو وروستي تمرينونه وکړه او سياليو ته مو تيارئ ونياوه )).


دجون پر پنځمه  د ۳۱ هيوادونو د زده کوونکو سره په ګډو سياليو کي برخه واخیسته ، دافغانستان ۷ زده کوونکو په دې سياليو کي ۳ پروژې لرلې ، له دغو دريو څخه دافغانستان د بيالوژي په پروژه کي دريم مقام ، او کيميا او فزيک په پروژو کي څلورم مقام وګاټه .دا دوه ورځنۍ سیالۍ د امستردام په ساينس پارک پوهنتون کي د جون پر شپږمه ماپښين يوه بجه پای ته ورسېدې او ماځيګر ۴ بجې ددې سياليو پايلي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي اعلان سوې .


د سيايلو د پايلو اعلانېدو په مراسمو کي د ګډون کوونکو هيوادونو يو شمېر هالنډ ميشتو هيوادوالو برخه اخستې وه ، د ځينو خو هان سفيران او جنرال کونسلګران هم راغلي وه چي دخپلو هيوادوالو زده کوونکو د تشويق په خاطر د هغوی ستاينه وکړي خو په هالنډ کي د افغانستان جنرال کونسلګرۍ څه چي په هماغه ورځ په خپله د کندهار د پوهني رياست او ولايتي چارواکو هم د افغان زده کوونکو ددې سيالۍ په اړه چوپه خوله پاته سوي وو .


د ګوتو په شمېر هالنډ ميشتي افغانان د کندهار ولايت مقام د پخواني مرستيال ډاکټر همايون جيلاني پذریعه خبر سول ، په هالنډ کي اريانا ټکټ پلورنځی د افغان زده کوونکي او د هغوی استاد د ګلونو په ګېډيو ونازول ، وروسته زده کوونکو د هالنډ ميشتو افغانانو سره په يوه بېړنۍ ماښامنۍ او ماخستن ناوخته پوري بنډار کي برخه واخيسته .


ذبيح الله ا وارث اغا چي د کيميا په پروژه کي يې کار کړی لراوبر ته د خپلو لاسته راړنو په اړه داسي وويل :
وارث اغا :سفر مو په زړه پوري و ، دا چي افغانستان ونکړای سوای د سرو زرو مډال وګټي علت يې دا و چي موږ لکه د مخکي په ډول باور نه کاوه چي موږ به د هالنډ وېزې ترلاسه کړو ، ځکه موږ تېر ځل په امريکا کي دغسي سياليو ته تياری نيولی و ، خو د ويزې نه ترلاسه کېدو له امله پاته سوو .


ذبيح الله وايي موږ پر پروژو ډېر زحمت کښلی و ، خو موږ په رواني لحاظ هغسي تياری نه سوای نيولای لکه دنورو هيوادونو د زده کوونکي چي تيار وه ، موږ ته که په کندهار کي هره ورځ چاودني او د جګړو خبري کيږي خو دلته په اروپا کي هم موږ ته د نورو هيوادونو د زده کوونکو په سترګه ونه کتل سوه ، موږ په دې چي افغانان يو په هوايي ډګر کي پاسپورټونه د څارني او کنترول د پاره واخستل سوه او تر يوه ساعت زيات انتظار کړای سو ، دې ټولو زموږ پر رواني حالت پرله پسې اغيز کاوه .موږ له دولته غواړو چي په هيواد کي زده کوونکو ته د ژوند لازم شرايط او د بهرنيو سفرونو پر مهال د سفر اسانتياوي برابري کړي .


راشد ظاهر د سياليو د پايلو د اعلان پر مهال په لومړي ځل ليدو کاتو تر ستړي مسئ پر مهال لومړۍ خبره داراته وکړه چي موږ بخښنه غواړو چي د سرو زرو مډال مو نه دی ګټلئ !


نوموړي وروسته د لراوبر سره په خبرو کي د سرو زرو مډال ته نه رسيدلو پړه د خپل هيواد پر بې ثباتۍ ور واچوله او ويې ويل :
موږ له ځانونوسره د خپل هيواد د پيژندګلوۍ کتابګوټي يا نوري ډالۍ نه وې راوړي په سمبوليک ډول زموږ د هيواد پيژندګلوي وکړي ، ددې علت دا و چي يو خو موږ په خپل هيواد کي هغسي معلوماتي کتابګوټي چي د سيلانيانو لپاره کارول کيږي نه لرو ، يا لاس رسی نه ورته کيږي ، بله ستونزه داوه چي موږ ته په دې اړه پوره مالومات نه وه راکړه سوي .


نوموړي د ويلو د پاره ډير څه لرله خو په پرله پسې ډول يې هم خپلي خبري سانسورولې اوهم یې ملګرو ته د خبرو پر مهال داحتياط سپارښت کاوه . له خبرو يې ښکاريده چي نه غواړي د خپل سفر پر تنظيموونکو او کندهار د چارواکو په اړه هغه څه چي پر زړه يې وه له لراوبر سره شريک کړي .


د افغان زده کوونکو استاد سليمان انان لراوبر ته وويل چي ، زه  له دې سفره خوشاله يم ، ما غوښتل نړۍ ته د افغانستان له يوې بلي زاويې ښکاره کړم ، موږ نړۍ ته وښودل چي افغانستان هغسي چي په رسنيو کي ښکاري يوازي د جنګونو ، چاودنو او بدبختيو ډګر نه دی بلکي افغانان ددې وړتيا لري چي که لږ اسانتيا هم ورته برابره سي د نړۍ د وتلو هيوادونو سره سيالي کولای سي .


افغان زده کوونکي د جون پر ۷ له امستردام څخه د ترکيې له لاري کابل او بيا کندهار ته ستانه سول .


 

Copyright Larawbar 2007-2024