په مارجه کی یو امریکایی مرین پوځی ووژل سو
د امریکا ( بفالو نیوز ) خبر ورکوی چی پرون د بفالو ښار اوسیونکی مرین پوځی هغه مهال په مارجه کی ماین وواژه چی زرهپوش یې د دې خوا سالم تیر سو خو د بیرته راتګ پر مهال د ماین قربانی سو . دغه مرین عسکر دوه ځله ( یعنی په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کی ) په عراق کی هم وظیفه اجرأ کړې وه خو هلته حتی زخمی سوی هم نه و ، څو چی اجل باالاخره مارجې ته ور وباله او همدلته پرون د خاورو مېلمه سو . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۰۳۳ ته ورسېدل .