بهسودو ته د کوچيانو د مخنيوي په اړه بد خبرونه ترلاسه کيږي
يادونه: لراوبر لاندنۍ متن بېله دې چي کره والي ته يې پاملرنه وسي خپروي ،که څه هم فکر نه کوو چي هغه لږه کي چي تر پرونه پوري يې پښتانه خپل مشران وروڼه بلل نن په داسي يوه عمل لاس پوري کړي خو، له بده مرغه نژدې هره ورځ وينو او اورو چي پښتون قام ته په دې هیواد کي حتی د لږه کيو په سترګه هم نه کتل کېږي او ددې هيواد د لږه کيو غوندي حقوقو څخه هم برخمن نه دي .له دې له ټولو صلاحيت لرونکو ارګانونو څخه د موضوع د جدي پلټنو اود پايلو د اعلانېدو غوښتنه کوو. ( لراوبر )
هزاروو یوځل بیا دمیدان وردګو ولایت دبهسودو سیموته دکوچیانو دنه تګ په اړه خپلې مبارزې چټکي کړي دي.
دمیدان وردګ ولایت دیوې باوري امنیتي چارواکي چې دنوم ښودلو څخه یې ډه ډه وکړه وویل چې د ۱۳۸۹ لمریز کال په پیل سره په کابل کې دهزاروو بعضي سیاسي ګړیو دمیدان وردګ ولایت دبهسودو دلانجمنوځمکوپرسر چې یوکال دمخه پرې ډيرې وینې توې شوې ناسم پروګرامونه پیل کړې چې دوۍ هڅه کوي دغه موضوع یوځل بیا په سیاسي موضوع واړوي او خپل شوم هدفونه پکې ترلاسه کړئ.
نوموړي زیاته کړه چې پرون د وري په ۱۳ نیټه دکابل په برچي دشتې کې یو نهه کسزیز باصلاحیته پلاوي هزارجاتواودکوچیانوسړځایونوته دکوچیانوپه نه تګ هراخیزه خبرې کړئ اوباالاخره دې نتیجې ته رسیدلې دي چې هرډول د ممکنه لاروڅخه کار واخلي او دکوچیانو دتګ مخه ونیسي، چې نهایي پریکړه پدې شوې چې ټوله سیمه دي دماینونو پواسطه فرش کړئ ترڅوکوچیان دزیاتوتلفاتوپه ورکولو و نه توانیږي چې سړځایونو ته ولاړ شي،
ښاغلي چارواکي دنهه کسزیزه کسانونومونه پدې ډول یادکړل،
محمد محقق د کمیسیون مشر په توګه
سیما ثمر دبشردحقونو خپلواک کمیسیون مشره
قاضي رمضان
سنګر دوست په ملي شورا کې دهزاروو استازې
رضایي په ملي شورا کې دهزاروو استازی
سیدهادي هادي د تیرکال دهزاروو دجنګي جبهي مشر
فاطمه نظري
محمدي مشهور په عبدلزي
فهیمي د هزارو وکیل
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې تراوسه د همدغه موضوع لپاره دایران نه زیاتې پیسې او ۱۳ بوجۍ چاپ شوې کتابونه دمیدان ودرګ ولایت د دایمیردادو ولسوالۍ ته دڅلورو تنو پواسطه انتقال شوې چې نومونه یې ضامن علي محمد، حاجی احمد، سیدمحمدجوادي او توسلې دي ، هغه وویل چې دایمیرداد ولسوالۍ هزارو دجنګ دلومړي خط په توګه ټاکلې ده .