غزل

سعيد لودين | اپریل 9th, 2010


درست جهان درنه جانانه رنګ اخيستی
خويوتاله خپله ځانه رنګ اخيستی
دنظر طالب مې ځکه در پسې دی
تا د حسن له قرانه رنګ اخيستی
هر يوه په تول تللې ده پوره ده
اداګانو دی پريمانه رنګ اخيستی
چې مدام يي هرخوزښت زندۍزندۍ دی
پښتونخوا مې له ارمانه رنګ اخيستی
انتخاب کې اختيار دهر چاخپل وي
چاله چانه چا له چانه رنګ اخيستی

»

Copyright Larawbar 2007-2024