عاجل خبر:په کندهارکې نړيوالوځواکونومسافرووژل

حاجی پوپل | اپریل 12th, 2010


نړيوالوځواکونوپه کندهارکې په لس ګونوکسانوته مرګ ژوبله واړول
پېښه نن سهاردژړۍ والسوالۍ دسنځري په سيمه کې دکندهارهرات پرلويه لارهغه مهال رامنځ ته سول چې يو٣٠٣ ډوله مسافروړونکى موټرله کندهارڅخه هرات ته دتګ په حال کې وو
پدغه پېښه کې ديوې مېرمني او٢ کوچنيانوپه ګډون ٤تنه وژل سوي او١٨ تنه نورټپيان سوي دي
په ټپيانوکې هم مېرمني اوکوچينان شامل دي چې ديوشمېرټپيانوروغتيايې حالت نازل ښودل سوى .
دژړۍ والسوال نيازمحمدسرحدي لراوبرته وويل چې پېښه دقيقادسهارپر٦ بجورامنځ ته سوې اوټپيان دځايې پوليسوله لوري روغتون ته انتقال سوي
دکندهاروالي توريالي ويسالراوبرته وويل چې دغه پېښه يونه بخښونکى جرم دى اودوى په اړه له نړيوالوځواکونوسره جدي خبري کړي
ده زياته کړل چې له نړيوالوځواکونوڅخه يې ددغوسرتيرودخلح سلاح اودمحاکمې غوښتنه کړې
دغې پېښي په کندهارکې هم زيات کسان خواښيني کړي
دکندهارښاريوه اوسېدونکى وحيدلراوبرته وويل چې نړيوال ځواکونه پرځاى ددې چې زموږامنيت وساتي موږوژني
ده وويل چې موږله خپل مرکزي حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې ددې پېښي کلکي پلټنې وکړي اومجرمين محاکمه کړي
ده وويل چې په ٣٠٣ موټرنه هم دځانمرګي حملې لپاره استعمالېږي اونه هم دبل تخريبي کړنې لپاره ،اوهغه له لري څخه معلومېږي چې عادي سفرلى پکښې دي ،نوبياولي دوى ورباندې ډزي کولې اوپه لس ګونوبې ګناانسانان يې پخپلووينوولمبول .
يوه بل ښاري شبيراحمدبياوايې چې هره ورځ ولسي وګړي په جګړه کې دښکېلوغاړوقرباني کېږي اوديوې بخښنې په غوښتلوسره موضوع حلېږي .
خپله نړيوالوځواکونوتراوسه پدې اړه خپل نظرندى څرګندکړى

Copyright Larawbar 2007-2024