ورځپاڼو ته کتنه

34 | اپریل 13th, 2010


ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم د ولسمشر كرزي په وړاندې د لويديځ بدليدونكې دريځ څيړلې او پخپل لومړي مخ كې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې امريكا په افغانستان كې د كرزي بديل نلري او بايد ورسره همكاري وكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا ليكلي، چې د امريكا او لويديځ په دريځونو كې له بدلون سره سره لا هم د وضعې د ښه كولو لپاره عملي ګام ندې پورته شوې.
ورځپاڼې په دوام كې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې ترمنځ ځينو ستونزو ته په اشارې پدې ترڅ كې د افغانستان د ولسي جرګې په رول انتقاد كړې او هغه يى افغانانو ته زيان اړوونكې بللې دې.
په ورځپاڼه كې ځينو هغو ستونزو ته هم كتنه شوې، چې د ورځپاڼې په وينا افغان ولسمشر ورسره لاس او ګران دې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې د امريكا د بهرنيو چارو او ددفاع وزيرانو د افغان ولسمشر كلك ملاتړ كړې.
ورځپاڼې ليكلي، چې افغانان پخپل ولسمشر باندې انتقادونه د افغانستان په ملي واكمنۍ تيرې بولي.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې يو ځلې بيا د لويديځ د ځينو كړيو په اړه د ولسمشر كرزي په وينا بحث كړې او ځينو هغو كړيو ته يى اشاره كړې، چې هڅه يى كوله له دې نه ناوړه ګټه پورته كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ اړيكې ستراتيژيكې دې او دومره په انسانۍ نه زيانمنې كيږي.
ورځپاڼې كابل ته د امريكا د ځانګړي استازي په سفر هم بحث كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې امريكا د سولې د ملي مشورتي جرګې ملاتړ كوي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم په هلمند كې د اټالوي ډاكټرانو د نيولو مسئله راخستې او په هغوى لږول شويو تورونو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا اټالوي طالبان رښتيا دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كندهار كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې وروستۍ پيښې ته په اشارې په افغانستان كې په ميشتو بهرنيو ځواكونو انتقاد كړې، چې له بيا بيا ژمنو سره سره دا پيښې تكراريږي.
ورځپاڼې په دوام كې خبردارې وركړې، چې دداسې پيښو د دوام په صورت كې به بالاخيره د خلكو د صبر كاسه نسكوره شي.
په ورځپاڼه كې د سولې د مشورتي جرګې لپاره روانو تياريو ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د سولې لرليد څيړل شوې دې.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك دې مسئلې ته ځانګړې كړې، چې ولسمشر كرزې په دريم ځواك كار كوي.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا ځواك به نه د امريكا او نه هم د طالبانو ملاتړ وي، چې راتلونكې امن جرګه او د ملي پخلاينې بهير يى د پياوړتيا او مشروعيت دوه مهمې پروژې دي.
دې ورځپاڼې هم په هلمند كې له تروروستي فعاليتونو سره په تړاو كې د نيول شويو اټالوي وګړو مسئله راخستې او ليكلي، چې دوى د ډاكټرانو په جامه كې ترهګر وو او اوس يى دا اعتراف هم كړې، چې غوښتل يى د هلمند والي ووژني او بيلابيلې چاودنې وكړي.
دې ورځپاڼې هم د سولې په مشورتي جرګې بحث كړې او پدې ترڅ كې انتقاد كړې، چې پدې جرګه كې ښځو ته زياته ونډه په پام كې نده نيول شوې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د امريكا د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو په وروستيو څرګندونو بحث كړې او پدې ترڅ كې د خلكو د ملاتړ د جلبولو په اهميت ټينګار كړې دې.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ښځو روان حالت څيړلي او ليكلي، چې دوى لا هم خپل شرعي حقوق ندي ترلاسه كړي.

افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په ايران كې د افغان بنديانو د اعدامولو مسئلې ته په اشارې په اسلامي هيوادونو كې د افغان كډوالو حالت څيړلې او پدې ترڅ كې د هيواد چاروكي هڅولي، چې ددوى ستونزو ته جدي پاملرنه وكړي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د انتخاباتو د قانون او پدې برخه كې د شتو كړكيچونو په اړه هم يو تفصيلي مطلب خپور كړې دې.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د هلمند د والي د وژلو توطعې او د هغې ترشا پرتو حقايقو ته هم كتنه كړې.
ورځپاڼې په عينې حال كې په كابل كې د اټاليا د سفير دا څرګندونې هم راخستي، چې ددوى د ډاكټرانو نيول به د افغانستان او اټاليا ترمنځ اړيكې خرابې نكړي.

Copyright Larawbar 2007-2024