دشهيدي ستارې اڅکزۍ دمړيني يوکال بشپړه سو
نن داپريل پر دولسمه نيټه دشهيدي ستارې اڅکزۍ دشهادت يو کال بشپړه سو.پروسږکال داپريل پر دولسمه ديکشنبې په ورځ دڅلورو بجوپه شاه وخوا کي ،په داسي حال کي چي ستاره اڅکزۍ په بغره يا چادري کي د کور پر لور راروانه وه ، دڅلوروتوپکدارانوله خوادخپل کورپه مخ کي دکلاشنکوف دتوپک په ډزو سره شهيده کړل سوه.دې پيښي نه يوازي دمرحومي ستارې کورنۍ دغم پر کمبله کښينول بلکي،په نړۍ کې نړيوال دستارې پرغم سره را غونډکړه.دلته سوال دادی : ولي هيوادپال په نخښه کيږي؟ ستاره هيواد ته دخدمت په خاطر ولاړه ،په داسي حساس وخت کي چي افغانستان وتعليم يافته خلکو ته ضرورت لري ؛ايا خدمت کول ګناه ده؟ اوداسي نوري پوښتني هم را پيداکيږي .خوځواب يې بيا هم يولنډځواب سته ؛ هغه داچي دهيواد دښمنان غواړي چي هيواد پال په دې سره وبيروي ، چي منورين او ښونيزولس هيواد دته دبيا ابادولو او خدمت کولو جرعت ونه کړي.ستاره اڅکزۍ په داسي حال کي دهيواد وخدمت ته زړه ښه کړ،چي ددې خپل ژوند په جرمني کي تر هرچاه ښه وو، خوداچي په هيواد کې ستونزي وي نو بيا يې هم ستونزي دهيواد والو په خاطر قبولي کړې اودهغه څو کالو په جريان کې دقدروړ خدمت وکړ.شهيده ستاره ديوه با سيوادي او قهر ماني په څيرکور په کور ګر ځيدل او دغريبانو او يتيمانو سره يې مادي او معنوي مر ستي کولې،هغه په هغه مجبورو خلکو پسي ګر ځيده کوم چي دوخت چارواکو به يې حقوق خوړلي وه او يا خو به يې هم دوسيې درشوت خورو له خوا بندي پاته وې.دکندهاردخلکو ډيري ناخوالي يې ورسمي کړې.او دکند هار دخلکو په منځ کې دوخت دملالي په څير دميړاني او هيواد پالي نوم او نښان وګاټه.دکندهارخلکو به دډيري پيرزويني په خاطردمور،ترور(خاله) ،خور اوداسي نور لقبونه ور کول.او پر جنازه يې په سلهاو هيوادپال را غو نډ سوي وه ، دهغې شهيدي فا تحه دهغې پردوستانو برسيره دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي دهغو خلکو له خوا واخيستل سوه او دهغې وپاک روح ته يې دوعاګاني وکړې.
او دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي خپرونولکه را ډيو ، تلويژنونو، اخبارونو او مجلو کې دژوند پر مختليفو برخو نويشتې وسوې.مات هم دغه بيت را يا دسو:
تر هغه ژوندون مي مرګ را ته بهتردی
ديــوې لحظې ژوند ون لاپردروند تردی
چي نه فکر او نه خيال دغـرور ساتي
بې پروا انسان له هر ژوي بد تر دی
خو دا چي دملت فکر دچاه په مغزو کي ځای نيولی وي ، بيا هغه دغرور اوبهترۍ احساس هم په ځان کي ساتي. او پر دغه لار که شهيد هم سي ژوندون يې هم دفخر وړ دی او شهادت يې هم دفخر وړوي.دملت دخلکو خدمت کول يوه لويه قرباني غواړي او مثال دقربانۍ يې موږ په خپل تاريخ کي لرو ، خو په اوسني وخت کي دستاري اڅکزی شهادت يوه لويه قرباني وه. اودرا تلونکي تاريخ دپاره بې ساري وياړ يې دکورنۍ او هيوادوالو ته ور په برخه کړ. داځکه ستاره اڅکزۍ دپيسو دګټلو په خا طر وهيوادته نه وه ورغلې ،لکه څنګه چي يولړ انجو ګاني هيواد ته دلوټمارۍ دپاره تللي دي، داځکه چي هغې دپلار او نيکه بې شماره جايداد او شتمني درلودله او دجر مني په هيوادکې هر څه تضمين اودرلودله . يوازي د ولس اوقوم پر غريبانه ژوند نارامه وو.او تر هغه ځايه چي ژوندورسره ملګری و، په هم هغه وخت او زمان کې خپل ډير ښه نوم او نښان وساته. پاته سول هغه ترا ژيدي چي کورنۍ ته يې ور په برخه سوې او پاته ده . چي دکورنۍ فرد فرد يې ژوندی وي دهغې نيکي اوښې خا طرې به ورسره وي.دهغې دشهادت دمرګ نه ور سته دشهيدي ستارې مورچي دژوند ورستۍ شعبې پر ختميدو دي اود٩٥کالو څخه اوښتې ده تر اوسه دستارې دمرګ نه خبره نه او هر لحظه دخپلي قهر ماني لور دراتګ په اميد ورځي تيروي.دمرحومي ستارې شهيدي مور وهر ميلمه ته په وياړ سره واي ، چي ما خپله لورکندهارته دقوم او خلکود خدمت دپاره استولې ده او هلته دخپلو پلرونو او نيکه ګانو په څير خدمت کوي. دمرحومي ستارې اڅکزۍ خاوند مر حوم درويزه چي هم دخپلي ميرمني سره يوځای دهيواد خدمت ته لستوڼي را نغښتي وه .او دکندهارپه پوهنتون کې دکيميا داستاذ په صفت دنده تر سره کول ، پسله ډير لږ وخت څخه دشهيدي ستارې دشهادت نه ور سته هغه هم په خپلي قهر ماني ميرمني پسي زړه ودريدی .او دټول عمر له پاره يې ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې اودابدي ژوند دپاره دخپلي ميرمني سره يو ځای سو. ددوی دي جنت فردوس په نصيب وي ، چي دخپلي خاوري او هيواد دپاره يې خپل ځانونه شهيدان کړه. اوزموږ قهر مان خلک به هم هيڅ وخت خپل دغسي قهرمانان حير نه کړي . او هميشه به يې ياد ساتي .اوددولتي چارواکو څخه زموږ هيله دا ده چي بيا هم دستارې دنوم په خاطر يوه علمي مؤسيسه دهغه په نوم ونوموي او دهغي قاتلان دقانون اوانصاف ودروازې ته وروي. داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه هم په دې وياړکي ځان شامل ګڼي چي دخپلي قهرماني ستارې ورځ نمانځي او په اينده کي به يې بيا هم په شاندارو مرا سمو سره ونما نځي. (( روح دې ښادوي)) خداي تعالی دې ددې دشهادت په روی وه افغانانوته يوآزاد ، سوليز،پرمختللی افغانستان ور په نصيب کړي.
ننګيالی بڅرکی
دشهيدي ستارې په باب دځينو ليکوالانو او رسانيو يادوني اونظرونه په لاندي نيوليک کي تر لاسه کولای سی.
سرليکونه يا فهرست :
لومړی : دارواح ښادي شهيدي ستارې اڅکزۍ لڼډه پيژندنه.
دوهم : ويـــر نـــه ( مـــر ثيه ) .
دريم : دشهيدي ستارې اڅکزۍ دژوند ځانګړني .
څلورم : دځينو رسا نيو نظرونه دستارې په باب .
پنځم : داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني دخوا شنۍ پيغام .
شپږم : دطاهر اڅکزي يادون (ستاره اڅکزۍ)
اووم :دمرحوم ډاکټر درويزه ناګهاني مړينه
ننګيالی ـ بڅرکی
دارواح ښادي شهيدي ستارې اڅکزۍ لنډه پيژندنه
په ډير خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ،چي ستاره اڅکزۍ دطالبانو له خواداپريل پر دولسمه نيټه ديکشنبې په ورځ دڅلورو بجو په شاه وخوا کي، په غيري افغاني ، غيري اسلامي او بزدلانه توګه شهيده کړل سوه ((روح دې ښاد وي )) .
ستاره اڅکزۍ چي دکندهار دبي ،بي هوا په کوڅه کي (دلرګو ګنج ته څيرمه ) په مشهوره سيمه کې په ١٣٣١هـ ش کال کې په يوه منوره کورنۍ کي سترګي روڼي کړي وې .دلوړ سيا سي شخصيت ، چي دسقاو وه واکدارۍ ته يې په کندهار کي دپا ی ټکی کيښود او دويښوزلميانو ستر مبارز ، چي دډيمو کراسۍ په خاطر پنځه (٥)کاله بند کاټ کړی ؤ .د مرحوم حاجي محمد انور خان اڅکزي لوراود محمد علم بڅرکي کشره خوروه. ستاره لا وړوکې وه چي کورنۍ يې دبي ، بي هوا څخه وپنځمي ناحې يعني د ( منزلباغ ) جادې ته په کډه را نقل سوه ، چي لومړۍ زده کړي يې . په زرغونه ليسه کي تر دولسمي ټولګۍ پوري دبکلوريا تر حده وکړې ، او بيا يې دکانکور تر ازمويني ورسته ، دژبو او ادبياتو په برخه کي دتاريخ او جغرافيې څانګه په ډير برياليتوب سره سرته ورسول ، او په همدغه څانګه کې دښوونکي په توګه دنده تر سره کول. وروسته تر هغه په کندهار کي دعينو دليسې دمديرې په تو ګه يا دمشري په توګه يې خپله دنده په ډير بريا ليتوب تر سره کړل . او بيا دهغه څخه ورسته دکندهار په لوړ رتبه مامورينو کې دميرمنو دټولني درئيسې په توګه يې دنده تر سره کړه ، چي تر ١٣٥٧هـ ش پوري دميرمنو دټولني مشروه ، خو څه وخت چي په ١٣٥٧هـ ش کال کي دثور دمياشتي اړودوړ را منځته سو او حکومت په يوه ګوند او يوه ايډيالوژي پوري وتړل سو نو يې ددې پر ځای يوه ګوندي ښځه په کاروګومارل . چي ددې څخه ورسته ستاره اڅکزۍ دکندهار څخه دکابل پر لوري ولاړه او هم هلته دکابل په (عايشه دراني) ليسه کې دښوونکي په توګه خپله دنده پيل کړه ، تر هغه ورسته په (امينه فدوي ليسه کي په کار وګومارل سوه ) په ١٩٨٩م کال کي د پاکستان او بيا د جرمني پر لور مهاجره سوه . په جرمني کې هم په ځينو برخو کي دکار دلاسته را وړلو په خاطر ځيني زده کړي تر سره کړې ، لکه دګلانو سمبالول او ډيکوريشن ، غونچه کول او خپله دجرمني ژبه زده کول .
شهيدۍ ستارې اڅکزۍ برسره پر دې چي لوړ تحصيلات يې تر سره کړي وه او زموږ ودې غريبي ټولني ته يې ډير خدمتونه کړي وه او ديوه لوړ شخصيت ارزښت يې درلود په ځينو ژبو باندې هم بلديت درلود. لکه : پښتو ، فارسي ، جر مني ، انګليسي ژبو باندي پو هيدل . او لوستل يې په کښي کولای سوای .
ستارې اڅکزۍ په جرمني کي ديوه ښوونيز شخصيت ښاغلي ډا کټر درويزه اڅکزي سره واده وکړ او ښاغلی درويزه اڅکزی چي دثور تر انقلاب وړاندي جرمني ته تللی وو، او هغه دکيميا په برخه کي خپلي لوړي زده کړي د(پي اچ ډي)يا ډاکترۍ تر کچي تر سره کړي وې ، دهغه سره يې ګډژوند راپيل کړ. خوبيا څه وخت چي افغانستان ته يوه نسبي سوله راغله او دخلکو اميدواري دسولي وخواته ډيره سوه او په هيواد کي قانون نافذ سو نو دښاغلي ډاکټردرويزه په سلاح او مشوره وهيواد ته دخدمت په خاطر يې دغرب او جرمني ښې او ښادۍ پريښودې او هيواد ته را ستانه سوه ، هغوی ددولت رسمي کورونه قبول نه کړه او خپله سرمايه يې په خپلو نړيدلو کورونو ولګول او هلته يې دځان دپا ره ټا ټوبي جوړ کړ. چي په نتيجه کې ډاکټر درويزه دکندهار دپو هنتون داستاد په توګه دنده پيل کړ او خپله مرحومي ستارې دولسونو په منځ کي ځان کانديد کړ او خلکو هم دهغه داستعداد په خاطر دباور رايه ور کړه او په يوه ښه اکثريت سره هغه دکندهار وولايتي شورا ته کانديد او وټاکل سوه . چي بيا ورسته په همدغه شورا کي دمنشي په تو ګه يې هم دنده تر سره کړې ده .چي دهيواد ددښمنانو له خو په ډيره ناځوان مردانه او غيري افغاني او اسلامي تو ګه داپريل دمياشتي پر (١٢)نيټه ددو کسانو طالبانو په وسيله شهيده کړل سوه او تروريست طالبان په تيښته بريالي سوه. او ديوه موټر سايکل په وسيله يې فرار وکړ. که څه هم دافغانستان ټولنه يوه جنګ ځپلې ټولنه ده، دسواد کچه په دې ټولنه کي لږ ده؛ په ډيره بيا دلوړو زده کړو په برخه کي، په ځانګړې تو ګه بيا دښځو په طبقه کې . زموږ دښمن موږ ته علمي کدرونه نه را پريږوي او دهغه وخت څخه چي زموږ په هيواد کي جنګ روان دی ، دښمن ټول عمر دغه هڅه کړې ده چي زموږ علمي او پوهه کسان دښوونکوڅخه نيولې بيا تر ښونيزو مر کزونو او علمي مؤسيسو پوري ئې هميشه په نښه کړي دي او دمنځه يې وړي دي.
ويرنه (مرثيه )
کندهار ژړي ګيله مند دی نن د خپلو بچــو
دا دپردو په لمسون وژني خپل دپت سرونه
امن يې نسته ګريوان څيري دبل په لمسون
ځيني را وزي فراريږي دعـزت کـورونه
کند هار ژاړي ګيله مند دی نن دخپل او پردو
چـــي دغيرت خبري ولاړې دازموږ د مغزو
څپې سوې غلي دهلمند او ار غنداب د موجو
څنګه را تيرسود ښمن زمـــوږ تـــر کـورو
کندهــار ژاړي ګيله مند دی نن د خپلو بچــو
ها! دنيکه منا جات څه سوه ها د بيټ خوبونه
ها داڅک تر سترګوتوی سوې اوښکې پاس رودونه
او ښکي به څنګه پا کوۍ دا دبابا د ستر ګو
کند هار ژاړي ځيني ولاړه دا دوخت ستاره
د مځکــي خيال دآسمانو دکهکشا ن ستا ره
ټـوله نړۍ ورته حيرانه ده کـــــوي ننداره
پريشتو پورته کړه آسمان ته دادوخت پښتنه
کندهار ژاړي ګيله مند دی دا دخپل او پردو
په نخښه ولـي د خپل نيکه اودبابا کـــورونه
دخپل غيرت نومونه ، د شهامت خــــوبونه
ګيله پر ځا ی ده د خيبراو آبا سيند د د رو
په چيغو ، چيغو ورته ژاړي ارغنداب او هلمند
دا دامو څه تر اټکه دی ټــــــــول پښتون ګيله مند
په زړه زخمي ، په ژړاژاړي هم بارک هم مومند
د شهاد ت په مرګ تهديد سوه نوم يې دی عزتمند
کندهار ژاړي ګيله مند دی نن د خپل اوپردو
چي پرعجزويې لاس برسي اوروي پرمرمۍ
غيرت يې خرڅ کی دپرديو هيوادو په پيسو
نـــــه سته پښتونه نن همت د لـراو بر پښتنو
کندهار ژاړي ګيله مند دی نن دخپل اوپردو
دا دپردو په لمسون وژني داد سرکسان مو
په نخښه کړي د ښمن ها د نظر کسان مو
داڅکزۍ ستارې په شان بهتر کسان مو
کندهار ژاړي ګيله مند دی نن دخپل او پردو
هواره کړې ده کمبله دا دغم پر انګـړ
ټوله پښتون ورسره ژاړي هم پرلر اوپر بر
دښمن را غلی دی وکورته چي ترغله دی بدتر
دشهيدي ستارې اڅکزۍ دژوند ځانګړني
ستاره اڅکزۍ چي په يوه روښانفکره کورنۍ کي دې دنيا ته را غلې وه ،پلار يې حاجي محمد انور خان اڅکزی دډيموکراسۍ دلاري پلوی او په ټولنيز لحاظ يو خان ؤ ، چي دخپل وخت په مروجه علومو ملي او نړيوالوژبو پوهيده .هغه په پښتو ، فارسي ،اردوژبو باندي په بشپړه توګه ليک لوست کولای سو ؛ خو په انګليسي او عربي هم څه ناڅه پوهيده . هغه په کندهارکي دخپلو زړه ورو قومي پښتنوملي مبارزينوپه مرسته دانګريزانو ورستي لاس پوڅي ( حبيب الله مشهور دسقاوپه زوی) ته ماته ورکړه او کندهار يې دسقاو دظلمه وژغورۍ ، خو پسله هغه چي په کابل کې يو مرکزي حکومت ځای پر ځای سو؛ نو دکابل دحکومت په غو ښتنه حاجي محمد انور خان اڅکزی يې دګليستان کاريزه څخه يعني دډيورنډ دناپيژندل سوي سيمي څخه دافغانستان خدمت ته را وبللی اودفرقه مشرملکي رتبه يې ورکړه ددوخانې کاريز او ماشک کلا يې هم ورپه نامه کړه .او همدغسې په افغانستان کي خپل سياسي او ټولنيزژوند را پيل کړ. بيا يې په افغانستان کي دډيمو کراسۍ بيرغ دپيروزۍ وڅنډي ته ورساوه . هغه دښووني اوروزني سره په بشپړه توګه مينه درلودله ، نو ځکه يې په کورنۍ کي دښووني او روزني بهير ته مخه کړه او په خپله کورنۍ کې دنارينو او ښځو دپاره دزده کړي شرا يط برا بر کړه ، که څه هم په هغه وخت کي په کندهار کي هيچا هم دا جرعت نه سو کولای چي په خپلو ښځو دي زده کړي وکړي او هغه دي په لڅ مخ وښوونځی ته روان کړي په هغه وخت کي دا يو نوی کار وواو قرباني يې غو ښته خو حاجي محمد انور خان چي په فقه او مروجه علومو پوهيده نو يې قوم او خلکو ته په دې باب پوره ډاډګيرنه ور کړه .اودکندهار نوري کورنۍ يې هم ودې ته را وهڅولې چي په خپلو وړو ماشومانو با ندي زده کړي وکړي ، نوموړی کا رکه څه هم يو ستو نزمند کار وو ، خو نا ممکن نه ؤ . که څه هم يو لړ قومي مشرانو د حاجي محمد انور خان نوموړی عمل په کلکه سره وغنده ، خو حاجي محمد انور خان هغوی ته قناعت ورکړ.او نن ور ځ دحاجي محمد انور خان د مبارزو دبرکته دهغه پاته ټوله کورنۍ دبشپړه سواد اوز ده کړي خاوندان دي . دحاجي محمد انور خان دکورنۍ ټوله غړي نراو ښځي دلوړو زده کړو لرونکي دي . او هر غړی ددې کورنۍ دهيواد په چو پړ کي بوخت دی ،دې هيواد ته يې دخپل وس او توان سره خدمت هم کړی دی. چي په اينده نسلو نو کي به يې هم وکړي . چي دهمدغه هيواد پالي رو حې په مينه ستاره اڅکزی چي په المان کې هويت هم څر ګند ؤ ، او ښه ژوند او کار يې درلود ، خو څه وخت چې په هيواد کي وخت غنيمت وليد، نو يې پريکړه وکړه چي دالمان يا جر مني تر ښواو ښاديو تير او دهيواد چوپړ ته يې ځان چمتو کړ . او ځان يې دخلکو په منځ کي کانديد کړاو خلکو اوقوم هم دهغه دپوهي او کورني ښواړيکو پر بنسټ هغه ته رايه ورکړه. او هغه په دې خو شحاله وه چي هغه دخپلو خلکو دپاره خدمت کوي. او په دې لاره کې ځان بريالی هم ګاڼه ، که څه هم هغه زموږ کورته را غلې وه او ما ورته وويل : چي په هيواد کي جنګ دی او هغه کسان چي فعلآ په هيواد کي او سيږي هغه پر دو برخو ويشل کيږي . لو مړی عوام خلک دوهم جنګي ډلي
لو مړی عوام خلک: هغه ډلي دي چي هيڅ توان او طاقت نه لري ، بې واکه دي او هغه عوام ولس ؛ستا په شان خدمتګاران دخارجي داړه مارانو څخه نه سي ساتلای او ته هم ځان نه سې ساتلای .
دوهمه ډله: چي دخارجي هيوادو په مر سته اود خارجي هيوادو په توانمدي په هيواد کي ورانۍ او بيرانۍ کوي هغه نه خپل صلا حيت لري او نه په خپل سر نويشت پو هيږي ، هغوی دپرديو په دستور کار کوي اودهيواد خدمت ګاران هغوی ته دسترګو اغزي غوند ي معلو ميږي ، خو ستارې اڅکزۍ پر بې صلا حيته خلکو ډيره تکيه او حساب کاوه . دبله پلوه ستاره اڅکزۍ په خپل ځاني ځا نګړنو کي ، يوه غښتلې ، هيواد پاله ، پوه او دخپلو ګټو څخه تيره زړه وره ښځه وه او دهغه په وينه کي غښتل توب داسي را نغښتی ؤ: لکه دهغه دپلار او نيکنو په وينه کي چي ملي احساس را نغښتی وو .نو هغه دټولنيزو شرا يطو پر بنسټ دهيواد ګټو ته هميشه دلو مړي توب حق ور کاوه ، چي په همدغه لار ه کي هم شهيده سوه او دشهاد ت لوړه مر تبه يې هم وګټل . (( روح دې ښاد وي )) ستاره اڅکزۍ تر هغه ځايه چي زما په ياد ده او زموږ په کورنۍ کي دهغه ځانګړني ماته را پياديږي هغه دبيري احساس په ځان کي نه وو پاللی او هغه هميشه ديوه ډير غښتلي نار ينه په څير فکر کاوه ، په وړ کتوب کي هغه په کوڅه او بازار کي دغښتلي نجلۍ لقب ځانته خپل کړی وو . اوهلکان به يې په جنګ کي تښتول او دخپلو حقوقو په خا طر يې دهلکانو سره هم جنګونه کول . خو څه وخت چي ستره سوه او ټولنيز مسؤليتونه ورته متو جه سوه بيا يې نو دښوونځۍ په علمي کنفرا نسونو او علمي غونډو کي ديوه لوړ شخصيت په ډول برخه اخيسته او پر ښوونکو او نورو زده کوونکو ګرانه وه او دکتاب سره يې په بشپړه تو ګه مينه درلودله او دهمدغه ملګري يعني کتاب په مر سته يې خپله تعليمي سطحه او علمي موقف ته ځان ورساوه . هغه ښوو نځۍ ته پر بايسکل تلل چي په هغه وخت کي دا يو ګران کار ؤ ، خو هغه دا ګران کار ځان ته اسانه کړی ؤ.خو بيا هم هغه دژوند دځانګړنو په حساب يوه وتلې پښتنه ميرمن وه او کورنۍ وياړ په کوي . (روح دې ښاد وي)
((دځينو رسنيو نظرونه دشهېدي ستارې په با ب ((:
كندهار: د ولايتي شورا غړې ترور سوه
نا معلومو وسله والو د كندهار په ښار كي د دغه ولايت د شورا ښځينه وكيله ووژله.
د كندهار د پوليسو چارواكي وايي مېرمن ستاره اڅكزۍ د يكشنبې په ورځ ماپښين څلور بجې كور ته په لاره كي وه، چي د پر موټرسايكل ناستو وسله والو له خوا په پنځمه ناحيه كي د خپل كور مخته په نښه سوه او پر هغه ځاى يې ساه وركړه.
د كندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي كرزى د مېرمن اڅكزۍ وژنه تائېدوي، خو د هغې د مړيني مسئوليت يې د چا پر غاړه نه دئ اچولئ.
مېرمن ستارې اڅكزۍ په كندهار كي تر وكالت دمخه په المان كي د هجرت ژوند كاوه، چي څو كاله وړاندي له خپل خاوند ډاكټر دروېزه اڅكزي سره كندهار ته را ستنه سوه او د ۲۰۰۵ كال په انتخاباتو كي يې د كندهار ولايتي شورا ته ځان كانديد كړ.
آغلې اڅكزۍ د افغانستان په يوه مشهوره روشنفكره، علمي، فرهنګي او په سياست پوري تړلې كورنۍ كي زېږېدلې وه.
پنځه څلوېښت كلنه ستاره اڅكزۍ د دوو اولادونو مور او د ويښو زلميانو د بنسټ ايښودونكي محمدانور خان اڅكزي، مشهور ليكوال او سياستوال ارواښاد محمدعلم بڅركي او د افغانستان د علومو اكاډمۍ د غړي كانديد اكاډمېسن ظاهر افق په كورنۍ پوري يې اړه درلوده.
د كندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع وايي د هغې د قاتلينو د نيولو دپاره يې سيمه كلابند كړې، خو تر اوسه څوك په لاس نه دي ورغلي.
په تېرو كلونو كي د نامعلومو وسله والو په بريدونو كي د كندهار ډېر لوړ پوړي نارينه چارواكي ترور سوي، خو د ۲۰۰۸ كال د سپټمبر په مياشت كي د كندهار د ښځينه پوليسو يوه افسره ملالۍ كاكړ هم د وسله والو په بريد كي وژل سوې وه، چي طالبانو يې مسئوليت پر غاړه اخيستئ وو.
همدا راز په ۲۰۰۶ كال د كندهار د ښځو د چارو رئيسه مېرمن عمه جانه هم وژل سوې وه، چي چارواكو يې په تور څو كسان وهم نيول
د ولایتی شورا یوه غړی په کندهار کی ووژل شوه
12/04/2009
یو افغان چارواکی وایی چی د ولایتی شورا یوه غړینن په کندهار کی ویشتل شوی او وژل شوی ده.
د ولایتی شورا ریس احمد ولی کرزی وایی چی ستاره اچکزی د کار نه د کور په لور روانه وه چی د نا معلومو وسله والو لخوا وویشتل شوه او ووژل شوه.
د طالبانو یوه نطاق قاری یوسف احمدی د دی حملی مسولیت په غاړه اخیستی دی.
ستاره اچکزی د ښځو د حقوقو یوه مبارزه وه.
كندهار: د ستارې اڅكزۍ د وژني پر ضد مظاهره وسوه
د كندهار په سوونو ښاريانو د دغه ولايت د ولايتي شورا د وكيلي ستارې اڅكزۍ د وژني په غندنه كي مظاهره وكړه او د هغې د وژونكو پر ضد يې شعارونه وركړل.
د مظاهرې ګډونوالو له چارواكو څخه د هغې د قاتلينو د موندلو او هغوى ته سزا وركولو غوښتنه كوله.
دغه مظاهره پر داسي مهال ترسره سوه، چي د كورنيو چارو وزارت پرون د آغلي اڅكزۍ د قتل په تور د دوو شكمنو كسانو د نيولو خبر وركړ.
ستاره اڅكزۍ تېره يكشنبه د اپرېل پر ۱۲ -مه نېټه له ولايتي شورا څخه خپل كور ته د تګ پر مهال د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل سوه، چي بيا يې د دولت مخالفو طالبانو مسئوليت پر غاړه واخيست.
قاري يوسف: د ستاره اڅګزۍ وژونکي نه دي نيول سوي
دطالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي ددولتي ادارې هغه دعوه په کلکه رد کړه چی ویلي یې وو موږ د ستاره اڅکزۍ قاتلان نیولي دي احمدي لراوبر ته په يوه ځانګړي تماس کي د ستاره اڅګزۍ وژونکي طالبان وبلل او زياته يې کړه چي نوموړي کسان په هغه ورځ خپلوخوندي مرکزونوته روغ رمټ راورسیدل اوله خپلوملګوسره یوځای په خدمت لګیا دي .
ددې پوښتني په جواب کي ددلت لخوا په دې تور نيول کسان هم طالبان دي که څنګه ؟ هغه د طالبانو نيول کېدل رد کړه او زیاته يې کړه دولت غواړي چي په داډول بې اساسه درواغواویاهم دبې دفاع اوعاموهیوادوالوپه نیولوسره خپله ناکامي اورسوایې پټه کړي خوڅه چي حقیقت دي هغه اوس ټول هیوادوال اونړیوال دسرپه سترګوووینی .
د کندهار په ولايتي شورا کي د خلکو استازې ستاره اڅګزۍ کار ته د تلو پر مهال د موټرسيکل سپرو وسله والو لخوا په ډزو ووژل سوه چي وروسته يې مسوليت طالبانو پر غاړه واخيست .
دا لومړی ځل نه دی چي وسله وال طالبان پر ولايتي شورا او پر غړو يې مرګوني بريدونه کوي ، طالبانو لومړی ځل پنځه کاله پخوا په افغانستان کي د پارلمان او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر مهال د بريدونو خبردارئ ورکړئ و .
تر اوسه په پارلمان او ولايتي شوراګانو کي په لسګونو تنه په بېلابېلو پېښو کي وژل سوي دي چي د ځينو مسوليت طالبانو پر غاړه اخستئ او پغمان د بورې د فابرېکې د پېښي غوندي ځينو نورو چي په هغو کي ملکي وګړو تنه زياته مرګ ژوبله اوښتې مسولين نه دي څرګند سوي .
په دا ډول بريدونو کي تر ټولو وروستی د کندهار پر ولايتي شورا په سپينه ورځ ترسره سو چي لسګونو کسانو ته پکښي د مرګ ژوبلي تر څنګ د ولايتي شورا ودانۍ ته هم سخت زيان واوښت ، ددې پېښي مسوليت هم د اسلامي امارت لخوا ومنل سو .
که څه هم عام ولس د طالبانو ددا ډول بريدونو سخته غندنه کوي خو له بلي خوا د سيمه ايزو چارواکو زور زياتي ،په عامه توګه اداري فساد او په خاص ډول د بهرنيو ځمکنيو او هوايي ځواکونو لخوا دافغانانو سره د مرستي پر ځای د هغوی پر مقدساتو او ارزښتونو باندي تيري دې ته لاره هواره کړې ده چي د اسلامي امارت طالبان د افغانستان د پلازميني کابل په ګډون نورو مهمو ښارونو په منځ کي د ولس په مرسته خپل عمليات په برياليتوب سره تنظيم کړي .
د ستارې اڅكزۍ د قتل په تور دوه كسه ونيول سول
د كورنيو چارو وزارت مقامات خبر وركوي چي د كندهار د ولايتي شورا د وكيلي ستارې اڅكزۍ د وژني په تور يې دوه كسه نيولي دي.
د كورنيو چارو له وزارت څخه خپره سوې اعلاميه وايي دغه كسان يې د كندهار په څلرمه ناحيه كي د هغې د قتل په تور نيولي چي د پوليسو له خوا تحقيقات ځني پيل سوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د ستارې اڅكزۍ د وژني مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي هغه د دوى د ملګرو له خوا په نښه سوه.
پنځوس كلنه ستاره اڅكزۍ د كندهار په يوه مشهوره سياسي، علمي او فرهنګي كورنۍ كي زېږېدلې وه، چي د رواني اونۍ په سر كي د اپرېل پر ۱۲ – مه د يكشنبې په ورځ خپل كور ته د تګ پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل سوه.
آغلې اڅكزۍ د كندهار د ولايتي شورا په نارينه او ښځينه وكيلانو كي يوازينۍ وكيله وه چي خپلي زدكړي يې د ليسانس تر كچي كړي وې.
آغلې اڅكزۍ د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه سوې وه، چي د كورنيو جنګو پر مهال په كاناډا او بيا په المان كي له خپل خاوند ډاكټر دروېزه اڅكزي سره اوسېده.
ستاره اڅكزۍ او خاوند يې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته افغانستان ته راغلل، چي خاوند يې د كندهار په پوهنتون كي استادي پيل كړه او دې خپل ځان د كندهار ولايتي شورا ته كانديد كړ.
قاري يوسف: د ستاره اڅګزۍ وژونکي نه دي نيول سوي
دطالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي ددولتي ادارې هغه دعوه په کلکه رد کړه چی ویلي یې وو موږ د ستاره اڅکزۍ قاتلان نیولي دي احمدي لراوبر ته په يوه ځانګړي تماس کي د ستاره اڅګزۍ وژونکي طالبان وبلل او زياته يې کړه چي نوموړي کسان په هغه ورځ خپلوخوندي مرکزونوته روغ رمټ راورسیدل اوله خپلوملګوسره یوځای په خدمت لګیا دي .
ددې پوښتني په جواب کي ددلت لخوا په دې تور نيول کسان هم طالبان دي که څنګه ؟ هغه د طالبانو نيول کېدل رد کړه او زیاته يې کړه دولت غواړي چي په داډول بې اساسه درواغواویاهم دبې دفاع اوعاموهیوادوالوپه نیولوسره خپله ناکامي اورسوایې پټه کړي خوڅه چي حقیقت دي هغه اوس ټول هیوادوال اونړیوال دسرپه سترګوووینی .
د کندهار په ولايتي شورا کي د خلکو استازې ستاره اڅګزۍ کار ته د تلو پر مهال د موټرسيکل سپرو وسله والو لخوا په ډزو ووژل سوه چي وروسته يې مسوليت طالبانو پر غاړه واخيست .
دا لومړی ځل نه دی چي وسله وال طالبان پر ولايتي شورا او پر غړو يې مرګوني بريدونه کوي ، طالبانو لومړی ځل پنځه کاله پخوا په افغانستان کي د پارلمان او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر مهال د بريدونو خبردارئ ورکړئ و .
تر اوسه په پارلمان او ولايتي شوراګانو کي په لسګونو تنه په بېلابېلو پېښو کي وژل سوي دي چي د ځينو مسوليت طالبانو پر غاړه اخستئ او پغمان د بورې د فابرېکې د پېښي غوندي ځينو نورو چي په هغو کي ملکي وګړو تنه زياته مرګ ژوبله اوښتې مسولين نه دي څرګند سوي .
په دا ډول بريدونو کي تر ټولو وروستی د کندهار پر ولايتي شورا په سپينه ورځ ترسره سو چي لسګونو کسانو ته پکښي د مرګ ژوبلي تر څنګ د ولايتي شورا ودانۍ ته هم سخت زيان واوښت ، ددې پېښي مسوليت هم د اسلامي امارت لخوا ومنل سو .
الحکم لللّه
انا لله وانا الیه راجعون
دکندهار د ولايتي شورا د غړې او منشي مېرمن ستارې اڅکزۍ د شهادت له کبله چي جنازه مخکي په کندهار کي خاورو ته سپارل سوې ده، د شهيدي ورور محمد حسن انور اڅکزی، د شهيدي ورېرونه محمد قاهر قادم ـ زمری محقق، ننګيالی بڅرکی، عبدالله اڅکزی، روح الله اڅکزی، داود اڅکزی، د شهيدي خوريان ډاکټر جهان شاه ميوند، زلمی ميوند، نوميالی ميوند او پښتونزي ميوندتر څنګ د شهيدي زومان انجينيز محمد ظاهر عادل ، رحمت الله نور او ډاکټر محمد داود اڅکزی دوستانو ته خبر ورکوي، چي د نارينو او ښځو فاتحه د اپرېل پر 19 نېټه د يک شنبې په ورځ د ماپښين د2 بجو څخه تر 4 بجو پوري د المان د ايسن د ښار د افغانانو په مسجد کي اخيستل کيږي.
نوټ :
دبېنوا انټرنیټ پاڼي ټول کارکونکي اود مشرتابه ډله د افغانستان یوازني لوی کیمیا پوه ډاکټر درویزه اڅکزي او دهغه کورنئ ته په دې ویر کي خپل د خواخوږې ژور مراتب وړندي کوي ، د ارواښادي اڅکزۍ او دښاغلي درویزه اڅکزي هیواد پالنه او دپښتواو پښتنو په علمي کولو کي ددوئ هڅي له هیچ چا پټي ندي . دپښتنو ددغسي ویښو کسانو وژنه موږ په کلکو ټکو غندو او دا کار دپردوپالو دپښتون وژني دهغه توطیېولړۍ ګڼو چي غواړي د پښتون قام ټولي تاریخي او علمي ریښې لمنځه یوسي .
د ميرمن ستاره اڅکزۍ د شهادت په وير د خواخوږۍ پيغام
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر ٢٣ / ١ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-12 20:43:00 م
په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد د پوهني او د ښځو د چارو يو سابقه لرونکي رښتني خدمتګاره، د کندهار د ولايتي شورا غړي ميرمن ستاره اڅکزي د هېواد د دښمنانو لخوا د کندهار په ښار کې شهادت ته ورسيده.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاده ميرمن اڅکزي چي د کندهار ولايت په يوي منوري، سياسي او فرهنګپالي کورني پوري منسوب، د لوړو زده کړو خاونده هېوادپاله ښوونکي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په داسي حال کې چي د هېواد د دښمنانو دغه ناوړه عمل په کله غندي، د ارواښادي درنۍ کورني او د هېواد فرهنګپالو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د لوي څښتن تعالي د دربار څخه شهيدي ميرمن اڅکزي ته جنت الفردوس غوښتونکي دي.
روح دي ښاد وي
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی
يا دونه : دکانا ډا سفير په افغانستان کي دستارې دشهادت مړينه يو لويه ضايع وګڼل اوښا غلي سفير ( ران ها فن ) زياته کړه چي دستارې اڅکزۍ دشهادت مړينه ، دافغانستان دخلکو دپاره يوه ستره ضا يعه ده ، هغه زياته کړه افغانان په داسي حال کي چي په هيواد کي جنګ روان دی او دستارې اڅکزۍ په څير يوه روښانفکره ښځه ، خو لومړی نه سته خو بيا هم که وي نو د ګوتو په شمار به وي ، بيا که چيري په بهرنيو هيوادو کي وي ، خو هغه بيا دومره دلاوره نه دي چي دهيواد وخدمت ته دي چمتو سي . ښا غلي ران هافن دستارې اڅکزۍ وټوله کورنۍ ته دزړه له کومي تسليت څر ګند کړ .
او همدغسي دکاناډا دولتي خپرونو هم په بيلو بيلو څانګو کي دستارې اڅکزۍ پر مرګ خواشيني څر ګنده کړې ده او په کاناډا کې دهغه دکورنۍ غړو ته دخپل تسليت پيغامونه رسولي دي . چي زه هم دکورنۍ په استازي توب کور ودانی ورته وايم .
دالمان دولتي تلويژنو هم د ستارې اڅکزۍ پر مړينه خپله خوا شيني څر ګنده کړيده او هغه يې دوخت يوه غښتلې ميرمن وبلل او هغه ته يې دافغاني جر منۍ دغښتلي تو ب لقب ور کړ . او هغه يې په څو ساعته پروګرام کي وستايل ، دنوموړي مړينه يې په اوسني وخت کي دافغانانو دپاره يوه ستره ضايعه وګڼل او دستارې اڅکزۍ دپاته کورنۍ سره يې خپله همدردي څر ګنده کړه .
داحمد شاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني دخواشنۍ پيغام
په ډير خوا شنۍ سره خبر سو چي ستاره اڅکزۍ دحاجي محمد انور خان اڅکزي کشره لور داپريل پر ١٢نيټه ديکشنبې په ورځ دڅلورو بجو په شاه وخوا کي دطالبانو له خو په شهادت ورسيده ، ددې غمجني پيښي په اوريدو سره دټولني ټوله غړي خواشيني سوه او دطالبانوددغه غيري منطقي ، غيري اسلامي ، غيري افغاني او غيري پښتني عمل په سرته رسولو سره يې يو ځل بيا دا ثابته کړه ، چي طالبان دپاکستان دای اس ای په قومنده دهيواد يوه دښمنه اويوه خرڅه سوې غيري افغاني ډله ده . خو کله چي بيا قاري يوسف احمدي دطالبانو وياند دنوموړي شهيدي دشهادت مسؤليت پر خپله غاړه يعني دطالبانو کار وباله ؛ نو په واقيعت کي نه يوازي زموږ دټولني خلک بلکي دنړۍ مسلمانان او دافغانستان ټوله خلک ودې بې مسؤليته سياسي ډلي ته نفرين ووايه .
ښاغلي قاري صاحب!! په ډيري بې پروايي او په ډيري بې مسؤليتۍ سر وويل : چي موږ طالبانو دغه بې ګناه سياسره ووژل ؟؟؟ . ښا غلي قاري يوسف احمدي ته موږ وايو : چي ايا!!! تاسي دافغانستان دټولو خلکو دښمنان يا ست؟؟ او که يوازي دهغو کسانو دښمنان يا ست کوم چي ستاسي سره په ګرم سنګر کي جنګيږي ؟؟؟ .
ستاره اڅګزۍ خو يوه عاجزه او بې سلاح ، غيري نظامي ، هيوادپاله ښوونکې وه ، چي دخلک په منځ کې ځان کانديد او خلکو رايه ورکړه . ستاسي کومه عقيده ده خو په هغه دافغانستان خلک نه پوهيږي ؟؟ خو دومر ه موږ ويلا ی سو چي مقدس اسلام خو ديوې مسلماني پوهي ښځي ، بې دفاع ، لمونځ ګذاره، او خلکوته ديوې خدمت ګاري ښځي چي هغه هم په هيڅ يوه سازمان او يوې ډلي پوري تړلې نه وه.اودهيوادپالني په رو حيه د المان دهيواده څخه ستاسو دخدمت دپاره دررغلې وه ؛ خودغه ستاسي اسلا ميت دکومه ځايه سر چينه اخلي ؟؟؟؟ .
دوهم که موږ ځانونه افغانان بولو !نو ديوه افغان په صفت موږ ته دا خپل وجدان دا جازه را کوي ، چي موږ دي دبل پر نا موس ،چي هغه دي په هيڅ سياسي او نظامي ډله کي نه وي؛او سياسي مقصد دي ونه لري ، پريوې ښځي چي هيڅ ددفاع وسيله هم نه لري او تاسي دي په ډيره بزدلانه ډول دوه مسلکي ترورستان ورو ليږی او دکور ومخ ته دې په وينو کي ولمبوی ! ايا دافغانيت دی ؟؟؟ .
دريم : ايا!!! تاته هيچاهم دپښتنو کلتور نه دی درښولی اياستا پښتنۍ مور تاته په ځانګو کي دپښتو درس نه دی در زده کړی ؟؟ چي يو پښتون هيڅ وخت هم پر ښځي دجبر لاس نه پورته کوي . ايا! تاته په پښتني دود کي دښځو احترم اودرناوي چاه نه دی در ښوولې ؟؟؟ . ښاغلی قاري صا حب ته نه دخدای دقهره بيريږي او نه هم دپښتو په دود بند او واز يې او نه هم دافغانانودتاريخ څخه خبر يې . تاته يوازي اي اس ای ، دقتل دمنلو اود قتل دکول درسونه تر خپل سيوري لاندي در زده کړي دي . اوبس .
داحمد شاه بابا علمي ـ ادبي ټولنه په داسي حال کي چي دطالبانو دغه غيري اسلامي ، غيري افغاني او غيري پښتني عملونه غندي ؛ دافغانستان وټولو خلکو ته يو ځل بيا يادونه کوي چي خپل هيواد دخارجي ير غلګرو ( ناټو) اود پا کستان او نورو هيوادونو دنفوذ څخه وژغوري او په خپل منځ کي سر يو موټي سي اود ملي شخصيتونو يوه دباور وړ افغاني ټولنه جوړ ه کړي او نور دغه کړيدلی ملت دهر ډول ظلم ، تيري اودپرديو دمنګلو څخه خلا ص کړي .
په درنا وي
ليکوال : طا هــــر اڅکزی
شهيده ستاره اڅکزۍ
دستارې اڅکزۍ دپيغلتوب او نجلۍ توب وختونه که را واخلم او يو څه پر وليکم نو دهغه څخه به يو اوږد داستان جوړ سي چي دا زما ددې ليکني هدف نه دی . زه غواړم دهغې په باب فقط يو څو کرښي وليکم او دا حقيقت په کښي څر ګند کړم چي ستاره اڅکزۍ څنګه دوحشت دحملې ښکار سوه ؟ .
دا دشهدي ستارې اڅکزۍ دهغو ور ستيو وختونودا ستان دی چي وطن ته يې دخدمت دپاره دسفر عزم کړی وو، خوا سفر يې ابدي سو.
ما ستاره اڅکزۍ په آخيرو کي يووار په جرمني کي هغه وخت وليده چي تازه يې واده کړی ؤ. زه او مير من مي دامر يکا څخه جر مني ته ور غلي ووچي د خپلوانو سره مو د جرمني په ايسن او هامبرګ ښارونو کي ورځي تيرولې ، خو ستاره خبره سوه او زموږ دليدو دپاره دخپل خاوند (( ډاکټر درويزه )) سره دبرلين څخه هامبرګ ته را غله .
په هغه ورځ دکورنۍ غړي او دوستان ښه ډير سره را ټول سوي وه ، ټول دخپل هيواد څخه را وتلي مها جرين وه … ځيني يې دخلقيانو دلاسه ، ځيني دپر چميانو دلاسه ، ځيني دپخوا نيو مجا هيدينو دحملو دلاسه ، چي دليري ، ليري ځايونو څخه يې پر ښارونودهاوانو اوتوپونو مر مۍ اورولې خو ځيني بيا دطالبانو د لاسه چي تو پک پر اوږه په ښار کي به ګر ځيدل اوخلکو ته به يې کتل چي څوک ږيره لري او څوک يې نه لري، دچا ږيره تر خپل حد لنډه او دچا وږده ده. او په دې ډول يې دډيرو بيوزلو او مظلومو خلکو وهل ټکول ځانته روا کړي وه . نو په داسي شرا يطو کي نه يوازي زموږ د کورنۍ غړي، بلکي په مليونونو نور افغانان دخپل سر، ناموس او غيرت دساتلو په خا طر دخپل وطن افغانستان څخه را وتلي وه . دستارې اڅکزۍ ميړه درويزه اڅکزی کله چي لا تنکی ځوان ؤ، دزده کړي او تحصيل دپاره جرمني ته را غلی او خپل تحصيلات يې بشپړکړي وه. هغه دجرمني په حکومت کي کار کاوه .
ستارې هم په علم او لياقت کي څه کموالی نه در لود . دواړه ښه جوړه وه او ښه سره ايسيدل . په عين حال کي دواړو هيواد ته دتګ نيت کړی وواوحا ضر مجلس يې هم تشويق کاوه ؛ چي که څوک ددوی ملګري وکړي . ډاکټر درويزه ښه ډير وخت کيده چي هيواد ته نه و تللی او دخپل کور کلي تګ ته ليواله ؤ او په اخير کې وويل : (( موږ خو نيت کړي دی ! ځو هيوادته تر ابده پوري داسي نه سو کښينستلا ی . )) هغه بيا ماته مخ را واړا وه او دسترګو په ايشاره يې ما او حاضر مجلس ته را ورسول چي تاسي څه په کښي واياست ؟ …
ماورته وويل :
(( درويزه وروره ؛ دهيواد خدمت خو پر هر چا لازم او ضروري دی . ما تر هغه وخت پوري چي شرائط مسا عد وه ، دا خدمت وکړ ، خو کله چي حالات بدل سول او خلکو يو اوبل ته دسيسې پيل کړې او امنيت دومره خراب سو چي څوک نه پوهيده چي سهار چي ددې خدمت دپاره دکوره وځي نو ماښام به روغ رمټ او ژوندی بيرته خپل کور ته را ستنيږي او که نه ؟؟ نو ما نوموړی خدمت نور نه سو کولای او مجبور سوم را ووتلم .))
او دا مي هم ورته وويل : (( خدمت په سوله او امنيت کي کيږي . چي امنيت نه وي ، خدمت څنګه کيدای سي ؟ )) ډاکټر درويزه چپ سو، خو ستاره اڅکزۍ چي هيواد ته دتګ دپاره تر ده لا هم جدي وه وغوښتل يو څه ووايي، مګر په مجلس کي يو بل چا زما خبره تا ئيد کړه اوددې دپاره چي دوی دواړه دخپل دې عـزم څخه را وګرځوي ، تر مايې په سختو الفاظو ورته وويل : (( چي دا کار دي په دا اوس وخت کي نه کوي )) دهغه نوري خبري مي هيري دي . خو دومره مي په ياد دي چي داسي يو مفهوم يې افاده کاوه :
ښه يې وګوره چي خاوره ده که مالګه
بيا نو يـــوې ورته وتــــړه ور دا نګه
څـــوک چي وکــــري تخمونه په ښوره کې
هم يې تخم ، هم يې وخت سوځي ، هم پانګه
خو ستارې اڅکزۍ دې خبري ته ځواب درلود هغه دا ؤ :
نن دي لا س ته د رغـــــلی دی مـا شيـن
په جلا کړه نوي ، زوړ او تور او سپين
په دې نوي تازه عصر د ما شين کي
زرغونه کړه ټول پټي ، ترخه مالګين
دستارې دليل معقول و ، په ريښتيا هم نن ورځ دعلم او تخنيک په پر مختګ سره دپخوازمانې ډير نا ممکنات ممکن سوي دي .
مجلس کورنی مجلس وو، په بحثونو ، ټوکو او خو شحاليو تير سو .
څه وخت ور سته ډاکټر در ويزه او ستاره اڅکزۍ دواړه د هيواد پر لورروان سوه ، دجرمني کور او څه چي يې په کي در لودل ، ټوله يې ليلام کړه او کندهار ته ولاړل . ډاکټر در ويزه په خپل پلا رني کلي کي ديو ې ښوونځی بنسټ کيښود ، چي دهغه دلګښت زياتره برخه پيسې به شا يد همدا ددوی دکور دليلام پيسې وې . او بيا دکندهار په پوهنتون کي استاذ سو .
خو دستارې ا څکزۍ خبره ده … ستاره هم چي دهيواد دبيا آبادولو دچارو دپاره تللې وه ، ځانته يې دکار امکانات لټول . دې فکر کاوه چي په دې وخت او محيط کي ددې تر ټولو مهم مکلفيت به دا وي ؛ چي دښځو دژوند دښه کيدو او دهغوی حقوقو ته چي تر تيري لاندي دي ، پا ملرنه وسي . ځکه چي هغې ليدل چي په افغا نستان کې او په ځانګړې تو ګه په کندهار کي دښځو حقوق تر پښو لاندي سوي دي او له همدې کبله يې دښځو دحقوقو دملا تړي په توګه په يو لړ فعاليتونو پيل وکړ .
هغې داسي فکر کا وه :
ښځو و ګټل حــقـــو ق په عــقــل وزور
ناسي نه وې چي دا بڼ يې سي سمسور
که دحـق خبره کيږي ټول پو هيږي
د غاصيب نه به حق اخلې په ډير زور
ستارې خو زور نه درلود، په اصطلاح يوه ((عاجزه )) وه ، خو دعقل څخه يې کار وا خيست . غو نډي او مجلسونه يې جوړ کړل طرفداران او طرفداراني يې پيدا کړې او دکند هار په ولا يتي شورا کې د خپلي سيمي داستازي په توګه وټا کل سوه .
ستاره اڅکزۍ د حا جي محمد انور خان اڅکزي لور او زما عمه يا ترور وه، خو په عمر تر ما کشره وه ، مسلمانه مير من وه او دخپلو نورو خويندو په شان يې پنځه وخته لمونځ کاوه ، روژه يې نيوله او ټول اسلامي فرا يض يې ادا کول . پلار يې حا جي محمد انور خان اڅکزی چي هر چيري مېنه کړې وه نو هلته يې دخپل کور څنګ ته يو مسجد هم جوړ کړی وو . دا کار يې دکند هار دبي،بي هوا په کوڅه کي کړی وو. او بيا کله چي يې په کند هار کي د ملا علم اخند کلي ته کډه وکړه او هلته يې کورونه آباد کړل نو يې په هغه ځای کي هم دخپل کور څنګ ته ، په خپله ځا نګړې مځکه کي مسجد جوړ کړچي تر اوسه لا هم دواړه مسجدونه ولاړ دي . او خلک لمونځ په کښي کوي .
اوس نو څوک دا منلای سي چي ددغه سړي لور ـ مسلمانه لور ، دغه څو ګامه نژدې دخپل کور ددروازې په خوله کي دڅو توپک والاو چي ځانونه مسلمانان او داسلام مدافع بولي دتوپک په نښان وژل کيږي ؟؟ او که يو څوک داسي يو خبر وچا ته ووايي نو هغه به يې ومني ؟ هيڅکله نه ! . ما هم چي دا خبرواوريد ، هغه مي نه سو منلای او ډيرو نور هم . خو خبره ريښتيا وختل . دستارې اڅکزۍ دو ژلو دپاره دوه سړي استخدام سوي وه او دهغې دکور دروازې ته نژدې يې ځانونه پټ کړي وه او کله چي هغه خپل کورته ننوتله ، ډزي يې پر وکړې او ځای پر ځای يې ووژله . قا تلين وتښتيدله او ستاره يې په وينو کي لژنده په کو څه کي پريښوده .
دا قتل څو اړخونه لري او هر څوک به يې دخپل نظر په بنسټ څيړي. ما هم دا قتل دخپل نظر په بنسټ څيړلی دی او ښه ډير مي څيړلی دی . چي ددې څيړني تفصيل ډيري او ږدې خبري دي او ټولي يې کله دلته کيدلای سي. خو فقط په لنډ ډول وا يم چي : ((ميرمن ستاره اڅکزۍ دوحشت قرباني سوه.))
څنګه وحشت ؟ داسي وحشت :
انساني ما غـزه که يوواري وحشي سي
نو اعمال يې نه د وحش نه دسړي سي
هيڅ وا حشي حيوان لا ښکار دخپلو نه کړي
دی د خپلو همنوعــــانو پـــوخ ښکاري سي
را سۍ دا دوعا وکړو چي : (( خدای دي د انسان ما غـزه وحشي کوي نه ، او هغه چي يې وحشي کړي دي ، هغه دي بيرته انساني کړي )) .
ستاره اڅکزۍ زموږ څخه ولاړه ، دوحشت په حملو کي را څخه ولاړه (( روح دې ښاد وي)) .
ليکوال :لاندي شعر دښاغلي ځلاند صاحب دی
زماکندهــــــــــــاره بيادی بل زخــــــــــــم پر زړه وخوړی
چې دې دعــــــــــلم رڼاپــــــلارستردرويزه وخــــــــــوړی
مرګيــــــــــه تاخــــــــــو پرون زموږ نه ستاره واخيستل
څنګـــــــــــه بی واره دی ظالمه درويزه و خــــــــــــــــوړی
چې ئي په دواړو لاســـــــــو زموږپه لـــــــــوررڼاراوړله
دمرګ بلارانـــــــــــــــــــــه د زړه دسر ټوټه وخــــــــــــوړی
چــــاچې زموږلپاره ځان اوجــــــــانان ټول قربان کړل
دستارې سراو درويزه څــــــــخـــه مــــــــــو زړه وخوړی
څوک به جرات کړی چې مشــــــــال درڼاراوړی موږته
هغـو راغلـــــــــوڅنګه سر زموږ پرکالـــــــــــــــه وخوړی
زماخـــــــــــوله ور او سترګه ور جــــــــانانه ستانه ګيله
خوله دی کړه ګونګـه چې مرګئ زموږ درويزه وخوړی
زه ځلنـــــــــــــلاندپه چغــــــو چغـــــــــــــو وايم ستا پرقبر
ئي ستارې رانــــــــــــه مرګئ ستـــــــــــا درويزه وخوړی