په کندهارکې ددننۍ پېښي په غبرګون کې لاريون وسو

حاجی پوپل | اپریل 12th, 2010


په کندهارکې دنړيوالوځواکونوپه ډزوکې دوژل سويواوټپيانوپه غبرګون کې دسيمي په لس ګونوکسانوداحتيجاج په ډول دکندهارهرات لويه لاردترافيکوپرمخ ديونيم ساعت لپاره تړلې وه اوپه يوه سوليزلاريون يې لاس پوري کړى .
لاريون کونکې له ځان سره هغه ٣٠٣ موټرهم لېږدوي چې پکې نن سهار ٦ بجې دنړيوالوځواکونوپه ډزوکې ٢٢ تنه ولسي وګړوته مرګ ژوبله واوښتل .
دوى دنړيوالوځواکونوددغه عمل په غبرګون کې دهغوى پرضدشعارونه ورکوي له افغان دولت څخه غوښتنه کوي چې دغه موضوع بابېزه ونه ګڼي اوپه اړه يې جدي پلټنې وکړي
لاريون کونکې وايې چې تردې وړاندي هم نړيوال ځواکونه دورته پېښولاملين ګرځېدلي خوديوې بخښنې په غوښتلوسره خبره پايته رسېدلې
له پېښي څخه وروسته دکندهاروالي هم له لراوبرسره په خبروکې دپېښي سخته غندنه کړې اودايې يونه بخښونکى عمل بللى .
دکندهاردوالي وياندزلمى ايوبي وايې چې والي توريالى ويسادپېښي دټپيانوپوښتنې ته ورغلى اوپدې اړه يې دبهرنيوځواکونوله قومندانانوسره خبري کړي
تراوسه خپله نړيوالوځواکونوڅه ندي ويلي
نن سهارهغه مهال چې له کندهارڅخه دهرات پرلور روان ٣٠٣ موټردژړۍ په سنځري سيمه کې دنړيوالوځواکونودډزوښکاروګرځېدپکې ٤ تنه ديوې مېرمني او٢ کوچينانوپه ګډون ووژل سول او١٨ تنه نورټپيان سول .

Copyright Larawbar 2007-2024