لمسې
سپین ږیری چی لمسی یی په زنګون کښینولی وه سر کوز کړ او په مخ یی مچ کړه، بیا یی په خندا تری وپوښتل
” ښه نرګس جانی نور دی څه زده کړی دی؟”
انجلی چی د نیکه په زنګون یی ځان ډیره خوشحاله احساسوله، په نرم او پستی ژبی نیکه ته وواییل
” قل هو الله می هم زده کړی دی”
“ښه لورکی ته یی ما ته وواییه ”
“قل هوالله هو احد* الله هو صمد* ای ای ای … ”
“شاباس لورکی نور یی وواییه ”
” لم یلد* ولم یولد* ولم یکن له کفواً احد*”
“آفرین لورکی. نن چی له کاره راغلم بیا درته ایس کریم اخلم”
انجلی ډیره خوشحاله شوه او په خوشحالی د سړی له زنګون نه پاڅیده او په منډه یی ځان خپل مور ته ورساو او په خندا یی هغی ته وواییل چی نیکه ورته مازیګر ایس کریم اخلی. مور یی هم مچ کړه او شاباس آفرین یی ورته وواییل
انجلی چی ډیره خوشحاله شوی وه بیا د نیکه خوا ته راغله نیکه یی بیا په زنګون کښینوله او په خندا یی تری وپوښتل.
“آفرین لورکی نور دی څه زده کړی دی؟”
انجلی چی نه شو کولای خپل د زړه خبره راساً خپل نیکه ته وکړی نو په آرامه یی نیکه ته وواییل
“بابا ما موتر چلول هم زده کړی دی ”
“هغه دی چیرته زده کړل؟”
“ماما کره کی چی تللی ووم، د هغه زوی ته یی یو لوی موټر اخیستی دی، په موټر کی کښیناستم او یاد می کړ. ”
“ښه ده لورکی زه به درته یو کوچنی موټرک هم واخلم ”
انجلی بیا د سړی له زنګون جګه شوه او د مور په لور یی حرکت وکړ. مور یی چی پوهیدله انجلی بیا له ځان سره کوم پیام راوړی دی انجلی یی په غیږ کی کله ونیوله او تری وپوښتل
“بیا بابا څخه تللی وی؟ ”
“هو ”
“څه دی وکړل؟ ”
“بابا ته می ووییل چی زما اوس موټر هم زده دی ”
“موټر دی چیرته زده کړ؟”
“ماما کره کی زده کړ ”
“ښه نرګیس اکی بابا درته څه وواییل؟ ”
” بابا وواییل چی درته موټرک هم اخلم”
“ته خو موټرک لری… ”
“هم لرم یی خو زما غټ موټر پکار دی ”
“تا دی نیکه ته وواییل چی کوم رقم موټر دی پکار دی؟ ”
“نه، هغه خو له ما هیڅ ونه پوښتل ”
انجلی پرته له دی چی نور له مور سره خبری وکړی. د هغی له غیږ یی ځان وباسته او د سړی په لور یی منډه کړه. بابا یی چی پوهیده، انجلی په هر ځل راتګ کی یوه خبره لری نو په خندا یی تری وپوښتل
“بیا څه خبره ده؟”
“بابا ما ته غټ موټر واخله ”
“څومره غټ؟ ”
“دروازی قدر ”
“ښه ده لورکی هر وخت چی بیکاره شوم بیا یی درته اخلم ”
انجلی بیا د مور په لور منډه کړه او په خوشحالی یی ورته وواییل
“بابا ویل راته غټ موټر اخلی ”
“څومره غټ؟ ”
“دروازی قدر ”
“ښه ده لور کی بیا به بیرون ته نه ځی ”
“نه بیا بیرون ته نه ځم او تمامه ورځ به په خپل موټر کی ناسته یم.”
سړی چی مازیګر له کاره راغی له ځان سره یی یو غټ د لوبو موټر هم راوړی وو. د سړی میرمن چی د سړی په شان زړه شوی وه حیران پاتی وه چی میړه یی موټر په کومو پیسو واخیست له حیرانتیا یی له سړی نه وپوښتل
” سړیه موټر دی واخیست؟”
“هو ”
“دا خو ډیر غټ موټر دی په دومره غټ موټر څه کوی؟”
“نرګس ته می واخیست ”
” نرګس دومره غټ موټر څه کوی؟”
“پکښی ګرځی ”
“چیری؟ ”
“د کور مینځ کی ”
“یو کوچنی موټر به دی اخیستی وو، دومره غټ موټر ته څه اړتیا وه؟… پیسی دی له کومه کړی”
” پور می کړی”
” څه ضرورت وو، یوه خبره وه تیره شوه، ددومره کوچنی انجلی کله په یاد پاتی کیږی. یو وړوکی موټر به دی ورته اخیستی وو”
” نه پریږده یو خو بیوزلی په خپله نا امیده ده چی په میاشتو، میاشتو پلار نه ګوری که زه هم د هغی خبره ونه منم نو څوک به یی بیا غم خوری.”