راپور : طالبان په کندهار کي مقابلې ته ځانونه تیاروي

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 19th, 2010


اسوشیتید پریس په خپل تازه راپور کي وايي چي طالبان پر کندهار باندي د امريکايانو د حملې په مقابل کي ځانونه چمتو کوي ، جنګيالي او بمونه ورليږي . د طالبانو يو قوماندان چي مستعار نوم يې ( ملا مُبين ) دئ ، ورته وویل چی که ډېر فشار راباندي راسي نو موږ به ووځو ، خو کله چي امريکايان ولاړ سي بيرته به راځو . ده په مرکه کي ورته وويل چي « د کندهار خلک ځکه زموږ سره خواخوږي لري چي امريکايان ظالمانه رويه ورسره کوي . هره ورځ زموږ ملاتړ زياتيږي . موږ پردي نه يو . موږ خارجيان نه يو . موږ د خلکو له منځه راولاړ سوي يو . »

ده وويل چي د طالبانو حملې ناڅاپي نه بلکي په احتياط سره پلان سوي وي چي هغه د پوځي قوماندانۍ او سياسي مرکز څخه را سپارل کيږي چي د ټولو په رأس کي د عالي شورا لوی مشر ملا محمد عمر واقع دئ .

راپور زياتوي چي ملا مبين په ۱۹۹۶ کي خپل يو لاس بايللئ هم دئ او هغه مهال د هوانوردۍ د وزیر ملا اختر محمد منصور سره په کار بوخت و .

مبین زياته کړه چي « زموږ اصلي هدف د اسلامي شريعت نافذول دي او نور کارونه بعدي اهميت لري . خلک لومړي شريعت غواړي بيا انکشاف » . ده وويل چي « حکومت او امريکايانو ډير کوښښ کړي چي د پيسو په ښندلو سره طالبان بې اتفاقه کړي . د سولي خبري-اتري به د ملا محمد عمر د موهبت او برکت څخه پرته هیڅ ځای هم و نه نيسي . نړيواله ټولنه بايد زموږ له هېواده ووځي او بیا وروسته موږ خبرو-اترو ته چمتو یو . »

خو شنونکي وايي چي طالبانو تر اوسه د دې مرکې په هکله رسمأ خپل غبرګون نه دئ ښودلئ .

Copyright Larawbar 2007-2024