کور / تازه خبرونه / کندوز : د سړک جوړوني ۶ تنه کارکوونکي وتښتول شول

کندوز : د سړک جوړوني ۶ تنه کارکوونکي وتښتول شول

په کندوز ولايت کې د سرک جوړونې 6 تنه کارکوونکې دنامعلومووسلوالوله لورې وتښتول شول .

نن سهار دعلې اباد ولسوالې د رحمت باي دکلې په مربوطاتوکې ديوې شخصې سرک جوړونې کارکوونکې هغه مهال دنامالومووسلوالو له خوا برمته کړي شول چې په ياده سيمه کې په کاربوختول ،

په تښتول شويوکسانوکې 2 تنه پاکستانيان وول چې ديادې کمپنې سره يي کارکاوه .

دکندوز ولايت امنيه قوماندان مل پسوال محمدرزاق يعقوبې دپيښې دپخلې ترڅنګ ويب پاڼې ته زياته کړه چې شايد داکار د دولت ضد وسلوالو کړي وي خو هغه دا هم وويل، دوي ددغه شرکت دکارکوونکيو دساتنې مسووليت ځکه نلرې چې په ياده سيمه کې د امان ترينګ په نامه دځايي مليشو قوماندان دهمدغه شرکت نه تنخاه اخلې اودکارکوونکيو ساتنه هم دهغه په ذمه ده .

داپه داسې حال کې ده چې نږدې يوه انۍ وړاندې د بغلان په ولايت کې د ملګروملتونو 5 تنه کارکوونکې د وسلوالو له لورې وتښتول شول چې تراوسه يي برخليک ندې څرګند اوديادونې وړده چې وسلوالوطالبانو هم په دي اړه خپل نظرندې څرګندکړي .