طالبان : موږ د امریکایانو سره هیڅ خبری اتری نه کوو

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 19th, 2010


د پاکستان ( نیوز ) خبری شبکه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله خبر ورکوی چی طالبانو هغه آوازې په کلکه رد کړې چی وایی د دوی مشر ( ملا محمد عمر ) د امریکایانو سره مستقیمو خبرواترو ته زړه ښه کړی دی .
ذبیح الله مجاهد ورته ویلی چی « زموږ په دریځ کی هیڅ تغییر نه دی راغلی . موږ به د امریکا او ملګرو سره یې هیڅ ډول خبری اتری و نه کړو . زموږ دریځ دا دی چی امریکایی او نور اشغالګر ځواکونه باید له افغانستانه ووزی تر څو افغانان وکولای سی چی د خپل هېواد راتلونکې پخپله فیصله کړی . »
ده وویل چی امریکا او ملګری یې اوس زیار باسی چی د خپلو نورو تاکتیکونو تر ناکامۍ وروسته په رسنیو کی د غلطو آوازو په خپرولو سره د طالبانو په منځ کی نفاق واچوی . ده زیاته کړه چی طالبان به ولی خپل دریځ بدلوی حال دا چی په افغانستان کی برلاسي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024