ناټو : ۴۵۰ نورو روزونکو ته اړتیا لرو

56 | اپریل 20th, 2010


د ناټو عمومي منشي د دې تړون پرغړو ږغ وکړ، چي د افغانستان د پولیسو او اردو ځواکونو د روزنې لپاره دې څلورنیم سوه نور روزونکي پیدا کړي.

اندریس فوګ راسموسن پرون په بروسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو له غونډي مخکې، چي ټاکل شوې ده، د پنجشنبې په ورځ د استونیا په مرکز تالین کي جوړه شی، خبریالانو ته وویل د انتقال د پروسې د تطبیق لپاره موږ دې ته اړتیا لرو، چي په دې برخه کي افغان امنیتي ځواکونه خپل رول ولوبوي، دا په دې مانا چې، موږ د هغوی د روزلو لپاره روزونکو ته اړتیا لرو، موږ تراوسه د څلورنیم سوه روزونکو له کمې سره مخامخ یو.

نوموړي د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو وغوښتل، چې خپلې هڅې دې په کار واچوي ترڅو وکولای شي په افغانستان کي د ناټو د دغه ماموریت لپاره مهمی سرچينې پیدا کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024