د انتخاباتو كمېسيون: د ولسي جرګې د كانديدانو نوم ليكنه پيل سوه.

56 | اپریل 20th, 2010


د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون وايي چي، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د كانديدانو د نوم ليكني بهير يې پيل كړى دى.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د دارالانشا سرپرست ذكريا باركزي،نن په كابل كي يوې خبري غونډي ته وويل چي د نوم ليكني دا بهير به د روان كال د غوايي مياشتي تر 14مي پوري دوام وكړي.

همدارنګه ښاغلي باركزي دا هم وويل چي، د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون ځني كار كوونكي چي د تير كال په انتخاباتو په درغليو تورن وو لويي څارنوالۍ ته ور پيژندلي دي.

ټاكل سوې چي د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د وږي پر 27 وسي.

Copyright Larawbar 2007-2024