هالنډ: افغانان د ايران حکومت پر ضد مظاهره کوي
هالنډ مېشتي افغانان د هاګ په ښار کي د ايران سفارت مخته احتجاجي مظاهره کوي ، دا مظاهره په هالنډ کي د افغان مهاجرينو د فدارسيون په نوښت جوړيږي ، د فدراسيون يوه چارواکي لراوبر ته وويل چي په دې احتجاجي غونډه کي په ايران کي پر ۳۰۰۰ افغانانو د اعدام حکم د صادريدو پر ضد رابلل سوې ده ، د افغانانو تر څنګ يو شمېر ايرانيان هم برخه اخلي . په پام کي ده چي دمظاهرې تنظيمونکې ډله به د افغانانو په استازيتوب د ايران سفارت ته احتجاجي پريکړه ليک هم وړاندي کړي .
ايران په دې وروستيو کي اعلان وکړ چي پر ۳۰۰۰ افغان زندانيانو يې د اعدام حکم صادر کړی دی ، له دې ډلي څخه تر اوسه تر پنځوسو زيات کسان اعدام سوي او جسدونه يې د پيسو په بدل کي په هرات کي د هغوی کورنيو ته سپارل سوي دي . که څه هم د تاريخ په بېلابېلو دورو کي افغانانو د ايران د کړنو له امله له دې هيواد څخه کرکه درلوده ، دوه کاله مخکي په ډېر سخت ژمي کي د زرګونو افغان مهاجرو شړل ، له دوی څخه ددوی د شتمنيو او مزدوريو ګرځول او د جګو ودانيو څخه ددوی راغورځولو د افغانانو په زړونوکي د ايران سره کرکه زياته کړه ، په دې وروستيو کي د زرګونو افغان ځوانانو داعدام مسئلې په هيواد کي دننه او بهر دا کرکه د قهر او نفرت تر کچي رسولې ده چي بېلګي يې په افغانستان او ځينو بهرنيو هيوادونو کي د لاريونونو او احتجاجي غونډو څخه څرګنديږي .
هالنډ ميشتي افغانان به خپله احتجاجي غونډه د دين هاخ په ښار کي – د اپريل ۲۲ ، چارشنبې ، د سهار ۱۱ بجې جوړه کړي او وروسته به د ايران سفارت ته خپل رسمي پريکړه ليک وړاندي کړي.