قاري يوسف: په مارجه کي امريکايان ووژل سول
دهلمندولايت دمارجې ولسوالۍد”عبادالله قلف” سرته په دښت کي دامریکايي عسکرودګزمې په يوه ټانګ دطالبانو لخوا پر ښخ سوي ماين ور برابر سو . قاري يوسف احمدي چي ځان د اسلامي امارت رسمي وياند بولي لراوبر ته وويل چي پېښه نن چارشنبې سهار اته نيمي بجې هغه مهال رامنځته سوه چي د امريکايانو ټانکونه له دغه ځايه تېرېدل .
قاري يوسف د لراوبر سره په خبرو کي وويل چي مجاهدينو يې وليدئ چي ټانک په مکمله توګه ويجاړ سو او پکښي سپاره ټول کسان يې ووژل سوه . نوموړی وايي چي د مرستي لپاره د څرخکو تر رارسېدو پوري د ويجاړ سوي ټانک څخه لمبې پورته کېدلې .
دناټو لخوا لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي د نادعلي د پرون ورځي په اړه ويل سوي چي پوځيانو يې دلته ۲۲ لاسي بمونه او راکټ مرمۍ د ځينو نورو مهماتو سره ترلاسه کړي دي ، مګر د نن سهار بايللي ټانک او پوځيانو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي .