کندهار:ناټو وايي د تيري شپې په عملياتو کي لاسته راوړنه لري

د لراوبر اداره | اپریل 21st, 2010


دناټو لخوا په رارسېدلې خبرپاڼه کي ليکل سوي چي پوځيانو يې تېره شپه د کندهار د بابا صاحب ولسوالۍ د کوهک په سيمه کي د عملياتو په ترڅ کي تر لسو زيات طالبان د يو شمېر وسلو او چاودېدونکو موادو سره يو ځای نيولي دی ، د ناټو په وينا چي دوی د طالبانو پر يوه مرکز عمليات کړي دي . په دې اړه ناټو ته دمرګ ژوبلي خبره نه ده ياده سوې .

په خبرپاڼه کي دا هم ويل سوي چي تېره ورځ د سپين بولدک امنيتي کسانو ۱۴۵۰ ک گ امونيوم ناټريټ او يو شمېر چاودېدونکي مواد په داسي حال کي نيولي دي چي په سپين بولدک کي د ناټو د پوځيانو قرارګا ته نژدې ځای پر ځای سوي وه .

دغه ډول ناټو وايي چي پرون يې په کندهار  او کنړ کي د جلا عملياتو په ترڅ کي د راکيټ مرمۍ ، ګرينېډان او يو شمېر چاوديدونکي مواد نيولي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024