مشرف : د بېنظير بوټو د وژني مسئول نه يم

د لراوبر اداره | اپریل 22nd, 2010


د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال مشرف ويلي د پيپلز ګوند د وژل سوي مشري د قتل مسئوليت بايد پر ده وانه چول سي.

د ټايمزآف انډيا ورځپاڼي د جنرال مشرف په حواله ويلي چي دى هغه مهال نه د پوځ مشر وو او نه د اجرائيه قوې مشري د ده په لاس کي وه.

جنرال مشرف وايي د بېنظير بوټو د قتل په هکله بايد د هغه مهال د لومړي وزير شوکت عزيز څخه پوښتني ګروېږني وسي، ځکه چي د ده صلاحيت يوازي د يوه سمبوليک ولسمشر په څېر وو او د هيواد مشري هغه مهال د شوکت عزيز په لاس کي وه.

جنرال مشرف وروسته له هغه دغه څرګندوني کړي چي د ملګروملتونو راپور د نوموړي حکومت د بې نظيربوټو امنيت ته په نه پاملرني تورن کړئ وو.

Copyright Larawbar 2007-2024